روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له عُمر رحمه الله څخه یې زده کړئ!

امام ابن عبد الحکم رحمه الله د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د شخصیت په اړه روایت نقل کړی دی، چې عمر رضی الله عنه پوسته خانې والا ته وصیت وکړ: هر هغه لیک چې دوی ته ورکول کېږی، ده ته دې راوړل شی.

یوه ورځ د مصر رسمی پوسته مدینې ته ولاړه، د ”فرتونه السوداء“ په نامه یوې نوکرې هغه ته یو لیک ولیکه چې په  کې یادونه شوې وه چې د کور دېوال یې ټیټ دی او غل کولای شی د دې دېوال پر سر را پورته شی او د هغې چرګه غلا کړی!

عمر رحمه الله د ”فرتونه السوداء“ د لیک په ځواب کې ولیکل:

بسم الله الرحمن الرحیم

« د الله تعالی د بنده او د مسلمانانو د امیر عمر له لوری و فرتونه السوداء ته!

ستا لیک ماته راورسېد او تا چې د دېوال له ټیټوالی  څخه شکایت کاوه، چې غله کولای شی په اسانۍ کور ته داخل شی او ستا چرګه غلا کړی، نو ما د مصر والی ایوب بن شرحبیل ته لیک ولیکه او امر مې ورته وکړ، چې ستا دکور دېوال جوړ او د کوم څه څخه چې ته وېره لرې، درته محفوظ کړی، ان شاء الله. »

                      والسلام

خوږو لوستونکو! له تاسو پوښتم:

آیا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې دې له دې تورې نوکرې څخه دی بل څوک  د منزلې او رتبې په حساب په ټیټه درجه کې وی؟

آیا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې دې له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله څخه کوم څوک زیات مصروف، باعزته او د لوړ منصب څښتن وی؟

د دې دنیا په زیاته برخه یې واک چلېده، له فرانسې څخه تر تبت پوری یې حکم جاری و، چې هېچا یې حکم رد ولی نه شو او داسې څوک نه و، چې د ده قطعی دلائل ور مات کړی، خو لنډه دا چې له الله تعالی پرته بل څوک له ده لوړ نه و.

آیا تاسو دا ګمان کوئ، چې په دنیا کې د یوې نوکرې له دېوال او چرګې څخه دې بل بې ارزښته او ناچیز شی وی؟

بس ددې ټولو لویو عزتونو او لوړ منصب باوجود بیا هم هېڅ شی ددې مانع نه شو، چې عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دې د ”فرتونه السوداء“  لیک او د کور دېوال ته اهمیت ور نه کړی او د مصر والی ایوب بن شرحبیل ته د هغې د کار د اجراء کولو په پار لیک ونه لېږی، دا ځکه چې له عمر رحمه الله سره د مسئولیت احساس موجود و او دا یې  په سوچ کې و، که چېرې نن د دې نوکرې کار ته د اهمیت په سترګه ونه ګورم، نو حتمی به د قیامت په سخته ورځ ددې ناغېړۍ پوښتنه را څخه کېږی.

نو ښاغلو وروڼو!  دا زموږ د سپېڅلی او زرین تاریخ له زرګونو کیسو څخه یوه لنډه او له پند څخه ډکه واقعه وه، چې دا واقعه د دوو کسانو لپاره د عبرت لوی درس دی:

۱.  هغه څوک چې زموږ له سپېڅلی تاریخ سره علاقه نه لری او په سپک نظر ورته ګوری، په هر څه کې یې د لوېدیځ پیروی پر ځان لازمی ګڼلې وی، دا ګمان کوی چې ښه او بد یواځې له لوېدېځ څخه راځی او د روښنایۍ وړانګې یواځې له لوېدېځوالو څخه خپرېږی، په داسې حال کې چې دی د شیطان په لومه کې ګېر شوی او  دوکه شوی دی، ځکه د لمر  راختلو ځای ختیځ (اسلامی هیوادونه ) دی او د تیارو سرچینه بیا لوېدېځ (اروپایی هېوادونه) دی.

۲. هغه څوک چې دې فانی دنیا کې د څو ورځو لپاره پر یو مقام او بست ګمارل شوی وی، چې اوس یې تکبر او غرور خپل عادت ګرځولی وی او دا ګمان کوی، چې زه به تل پر خلکو مشری کوم.  د هېچا لوری ته توجه نه کوی، که یو نږدې ملګری یې اړیکه ور سره ونیسی، دی ځواب نه ورکوی او له دوستانو سره هېڅ خپلوی نه پالی، نو دغه شخص دې پوه شی چې منصب او څوکۍ د څو ورځو لپاره وی، خو ملګرتیا او خپلوی بیا د تل لپاره وی، باید داسې ونه کړی چې خپل هغه ملګری چې په  سختو شپو او ورځو کې یې لاس ور کړی و، اوس یې هېر کړی.

مسئول شخص باید داسې وی چې هر څومره نابلده سړی د اړتیا په وخت کې مراجعه ورته وکړی، په ښه ورین تندی دې کار ور اجراء او په ښو نېکو اخلاقو دی رخصت کړی.

نو محترمو لوستونکو!ْ که غواړئ چې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله په شان لوړې مرتبې ته ورسېږئ، نو په نقش او قدم یې پل کښېږدئ او د خپلو تللو او اوسنیو مشرانو په لارښوونو د عمل جامه واغوندئ.

عبدالرحیم راشد

ممکن است شما دوست داشته باشید