روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له طالبانو یوځل بیا د اوربند غوښتنه کوو

که څه هم طالبانو د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا په مبارکه روژه میاشت کې د اوربند غوښتنه رد کړې، خو اوس یوځل بیا د روژې تقدس ته پا احترام او د کرونا ویروس له امله انسانی بحران ته په کتو سره له طالبانو بیا غوښتنه کوو، چې په دې میاشت کې اوربند وکړی او بیا د سولې خبرو ته چمتو شی! دا غوښتنه د افغانانو او نړیوالې او اروپایی ټولنې او آن ناټو ګډه غوښتنه ده، ټول پر طالبانو غږ کوی، چې د دې میاشتې د احترام په خاطر، چې د ګناهونو د بښلو او ترحم میاشت ده، نور جګړه بنده کړی او اوربند وکړی! پرون د ناټو سازمان په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې تاوتریخوالی دې ژر تر ژره کم او مذاکراتو ته شرایط برابر کړی. په اعلامیې کې ناټو د افغان حکومت له لوری بین الافغانی مذاکراتو ته د پلاوی ټاکل ستایلی‌ او له طالبانو یې غوښتی چې له ځنډ پرته دې له دغه پلاوی سره مذاکرات پیل کړی چې د امریکا-طالبانو د تړون مهمه برخه ده. ناټو همدغه راز ویلی چې ټولې غاړې باید د تاوتریخوالی په کمولو کې خپلې ژمنې عملی کړی. په اعلامیه کې همدغه راز له ټولو سیاسی مشرانو او د هغوی له پلویانو غوښتل شوی چې خپل مخالفتونه حل کړی،‌ یو همه شمول حکومت جوړ او د سولې له دغه فرصت څخه دې ګټه واخلی. ناټو له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتی‌ چې د بندیانو د خوشی کولو لړۍ دې ګړندۍ کړی او د اوربند په اړه دې د نړیوالو غوښتنه ومنی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په روژه کې د افغان حکومت له لوری د اوربند خبره رد کړه. ناټو په خپلې اعلامیې کې یو وار بیا له افغانستان سره او افغان ځواکونو سره د خپلو مرستو په دوام ټېنګار کړی دی. دغه سازمان چې دا مهال په افغانستان کې زرګونه سرتېری لری،‌ هیله لری‌ چې له طالبانو سره خبرې نتیجه ورکړی، په افغانستان کې دایمی سوله راشی، جګړه ختمه شی، بشری حقونه خوندی شی، د قانون حاکمیت لا غښتلی شی او دا ضمانت ورکړل شی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد په خلاف نه کارول کېږی. اروپایی ټولنې هم په جلا پیغام کې افغان ملت ته د روژې د میاشتې مبارکی ویلې او د جګړې د پای ته رسېدو هیله یې ښودلې ده. که څه هم طالبانو په روژه کې د ولسمشر غنی د اوربند غوښتنه رد کړې، خو اروپایی ټولنې افغانانو ته د سولې هیله ښودلې ده. د ناټو ملکی استازی نیکولاسکی په یو پیغام کې افغانانو ته د ښې روژې هیله کړې او ویلی یې ،چې دا روژه دې په افغانستان کې د جګړې د پای ټکی شی. په کابل کې د اروپایی ټولنې سفیر پېری مایدون بیا وایی، سږنۍ روژه د کورونا له کبله متفاوته ده او دی هیله من دی چې دا روژه پر افغانانو روغتیا، یووالی او سوله کې تېره شی.افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوې استازې دیبورا لیوینز هم ویلی، په داسې حال کې چې کورونا یو لوی ګواښ رامنځته کړی اړتیا ده چې د روژې په راتګ ښکیل لوری د اوربند نړیواله غوښتنه ومنی او جګړه ودروی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر، د کاناډا لومړی وزیر او ګڼو نړیوالو مشرانو اسلامی نړۍ ته د روژې مبارکی ویلې ده.له پاکستان پرته پرون جمعه په ټوله اسلامی نړۍ کې د روژې لومړۍ ورځ وه. د روژې دا مبارکه میاشت او د کرونا وژونکی ویروس له امله چې نړۍ یې له انسانی او اقتصادی بحرانونو سره مخ کړې ده، غوره پلمې دی، چې طالبان باید ترې ګټه پورته  کړی او د اوربند غوښتنې ومنی! په دې سره طالبان کم نه راځی، بلکې د هغوی لپاره ښه او غوره چانس دی، چې په دې مبارکه میاشت کې وینه تویونه بنده کړی، اوربند وکړی او د سولې لپاره ځان چمتو کړای شی! روژه د ترحم، بخښښ، عفوې، الله پاک ته د نږدې کېدا او په تېره له بېوزلو سره د مرستې میاشت ده، نو پر طالبانو غږ کوو، چې له دغو ټولو فرصتونو ګټه پورته کړی او اوربند وکړی!

 

ممکن است شما دوست داشته باشید