روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له طالبانو سره د قطر د خبرو بیا ځنډول او د سولې لارې چارې

امریکایی لوری په قطر کې له طالبانو سره په افغانستان کې د سولې تر نامه لاندې خبرې یوځل بیا له هغې وروسته وځنډولې، چې تېره چارشنبې په بګرام کې دوه موټر بم بریدونه وشول او د دوو کسانو د وژل کېدا تر څنګ یې له اویاوو ډېر کسان ژوبل او ځایی خلکو ته یې سخت زیانونه اړولی دی، په ټپیانو کې ډېرى ښځې او ماشومان دی، په هغو بریدونو کې یو روغتون، چې ملکی او ځایی وګړیو ته یې روغتیایی خدمتونه وړاندې کول، په بشپړه توګه وران شوى او لوټه لوټه شوى دى. دا برید د بګرام هوایی اډې ته څېرمه شوى دى، له بریدونو وروسته نښتې هم رامنځته شوې ،چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا په ګډو عملیاتو کې غلې شوې دی، له پېښې وروسته په قطر کې له طالب ډلې سره د امریکایی لوری خبرې وځنډول شوې، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد طالب استازیو ته په خورا قهرجنه لهجه ویلی، چې د دغو بریدونو له امله به تر هغې دا خبرې وځنډول شی، چې په بشپړه توګه د بریدونو مخنیوى نه وی شوى. له دې وروسته خلیلزاد پاکستان ته تللى دى او د پاکستان له چارواکیو سره یې خبرې کړې دی، خو دلته څو مهم ټکی دی، چې باید په پام کې ونیول شی: لومړى، امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره له انزوا شوې او تجرید شوې ډلې ( طالبانو ) سره د سولې د خبرو هېڅ اړتیا نه وینی، نه هم په قطر کې له طالب ډلې سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدا او یا نه پاتې کېدا په اړه کوم تصمیم نیولى شی، په تېره بیا په افغانستان کې د امریکایی اډو په اړه هېڅ اړتیا نه لری، چې له طالبانو سره پرې خبرې وکړی، ځکه دا اډې له افغان حکومت سره د امریکا د دفاعی او امنیتی تړون په لړ کې منل شوی، چې دغه تړون اوس قانونی بڼه غوره کړې، دغه تړون افغان استازیو په لویه جرګه کې تایید کړى، بیا ملی شورا پاس کړى او ولسمشر غنی توشېح کړى دى، نو له امریکا سره ملګرتیا قانونی ازرښت لری، په دې اړه هر تصمیم باید له افغان حکومت سره ونیسی، پاتې شوه، د سولې خبرې، دا مهمه ده، خو افغانانو ته ،نه امریکا ته، امریکا طالبان ځپلی او نور یې هم ځپلى شی، خو په قطر کې ناست طالب استازی، په افغانستان کې د سولې په اړه کوم تصمیم نیولى نشی، ځکه هغوى د دې هېڅ واک او اختیار نه لری، بلکې هغوى د پاکستان، ایران، روسیې او د پردې تر شا د چین او برېټانیې د ګټو لپاره له امریکا سره چنې وهی، هغوى د سولې لپاره هېڅ تصمیم نه شی نیولى!  کله چې په تېره سپټمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو د موټر بم بریدونو له امله د سولې اوږدې خبرې وځنډول شوې، طالبانو باید له هغې عبرت اخیستى واى، که خپلوک واى، نو د بګرام او نادعلی په څېر به یې د سولې د یوځل بیا پیل شویو خبرو په لړ کې دا ډول بریدونه نه کولى، ځکه په دې اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې حساسیت هغوى ته ښه مالوم و، خو دا خبره سمه ده، چې هغوى خپلواک نه دی او که هر برید کېږی، د افغانستان د نورو دښمنو لوریو له خوا پلانېږی، طالب او ترهګرې ډلې یې باید عملی کړی!؟ د امریکایی ستانور لېنزی ګراهام خبره پر ځاى ده، چې تېره اوونۍ یې کړې وه، هغه د امریکا له حکومته غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو په ځاى دې له پاکستان سره سوله وکړی، ځکه طالبان خپلواک نه دی او دا پاکستان دى، چې په افغانستان کې جګړه پر مخ وړی او ترهګر بریدونه کوی، افغان حکومت هم د ښاغلی ګراهام دا خبره سمه او پر ځاى وبلله. که پام وکړو په بګرام کې وروسته له هغه موټر بم بریدونه کېږی، چې دوې اوونۍ وړاندې همدې اډې ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ را غلى و او کله چې ولسمشر ټرمپ د سولې د بیا پیلېدا خبرې وکړې، نو امریکایی پلاوی هم له طالبانو سره بندې خبرې بیا پیل کړې ،خو هغه مهال ښاغلی ټرمپ دا هم ویلی وو، چې د سولې د خبرو لپاره اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو دمخامخ خبرو پیلېدل، د سولې مهم شرطونه دی، خو دا دى اوس پر دغو شرایطو هغوى درېداى نه شی، نو دا خبرې یوځل بیا وځنډول شوې، په تېره سپټمبر میاشت کې کله چې د همدا شان ترهګریزو بریدونو له امله دا خبرې وځنډول شوې، بیا لغو او د ښاغلی ټرمپ له خوا ( مړې ) وبلل شوې، افغان حکومت یې هرکلى وکړ او غوښتنه یې دا وه، چې دا خبرې دې اوس ( دفن ) شی، ځکه بین الافغانی نه وې، نو بې ګټې وې. هو بې ګټې! دې ته په کتو سره امریکا باید په دا ډول بې ځایه او بې پایلو خبرو وخت تېر نه کړی،لکه وړاندې چې یادونه وشوه، طالبان خپلواک نه دی، هغوى د هېڅ یوه تصمیم پرېکړه نه شی کولى، آن د اروبند او بین الافغانی خبرو پرېکړه! غوره ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د سولې پر نورو بدیلو لارو چارو غور وکړی، لومړى په پاکستان کې د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد مبارزه ده، دا غوښتنه په دې تېرو ورځو کې یوځل بیا وشوه او هندوستان هم دا مهمه بللې، چې په پاکستان کې دې د ترهګرۍ ځالې له منځه یوړل شی، هندوستان دا هم ویلی، چې له همدې پاکستانۍ ترهګرۍ هم افانستان او هند ناامنه دى، همدا راز سیمه او نړۍ هم ګواښی. دوهم په افغانستان کې د ځانګړیو ځواکونو د شمېرې د زیاتولو او د افغان ځواکونو د تجهیز او پیاوړی کولو مسئله ډېره مهمه ده، کله چې افغان ځواکونه پیاوړی وی، ښه پرمختللى هوایی ځواک او کشف او د ترهګرۍ د ځالو او راټولېدا د له منځه وړلو وسلې او تجهیزات ولری، نو طالبان خپله سوله کوی او وسله پر مځکه ږدی. درېـیم په افغانستان کې د لویو بندونو د جوړولو او دبنسټیزو پروژو د پلانونو عملی کول دی، دا د کار زمینه برابروی او پاکستان فشار اچوی، چې د ترهګرۍ د روزنې پر ځاى، له افغانستان او سیمې سره ښې اړیکې وپالی.

احمد فرهاد

ممکن است شما دوست داشته باشید