روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له طالبانو د سولې ملی او نړیواله غوښتنه

د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیله د طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې افغانانو ته په کې پراخ زیانونه اوښتی دی، چی ملکی تلفات او د ملکی وګړو بې ځایه کېدل یې د اندېښنې وړ دی او هم له هېواده د هغوی تېښته، همدا رنګه په اقتصادی برخو کې دې جګړې افغانانو ته سخت زیانونه اړولې دی. که جګړه همداسې دوام وکړی، افغانستان به سخت وځپل شی. څه موده مخ کې ملګرو ملتونو هم په امنیت شورا کې دا اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې د سم لاسی سولې غږ وکړ، خو طالبانو هېڅ نه د افغانانو غوښتنې منلې او نه هم د نړیوالې ټولنې، بس لګیا دی او د افغانستان د جغرافیا لاندې کولو لپاره یې داسې جګړه تېزه کړې، چې په بشپړه توګه یې زیانونه افغانانو ته اوړی. طالبانو د اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونه، چې  له اقتصادی نظره مهم دی، نیولی، چې د بازار نرخونه ورسره سم لوړ شوی دی. د شمېرو له مخې افغانستان د کال ۲ میلیارد ډالره عاید لری چې لویه برخه یې د اسلام کلا بندر له ګمرکی تعرفو ترلاسه کوی،خو اوس به دا عواید د افغانستان خزانې ته رانه شی؟!

له ډېره بده مرغه چې د قطر په دوحه کې له یوه کال راهیسې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازی د سولې خبرو ته نه دی ناست ؟؟؟ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ هم د افغان حکومت یوه پلاوی د ایران حکومت په کوربه توب په تهران کې د طالبانو له استازو سره وکتل. د تهران له غونډې وروسته طالبانو ووېیل چې د اوربند لپاره یې د افغانستان حکومت ته وړاندیز سپارلی دی.

خو په افغانستان کې د جګړې ټول مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی، پرون هم ولسمشر محمد اشرف غنی د خوست هوایی ډګر د پرانیستی په مراسمو کې ووېیل چې اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې او که جګړه دوام کوی ټول مسوولیت یې پر طالبانو دی. هغه زیاته کړه چې د طالبانو د ملاتړ، تمویل او روزنې ځایونه معلوم دی او هغه وخت دی چې دغه ډله د خپلو خلکو له وژلو او خپل هېواد له ورانولو لاس واخلی.

د ولسمشر په وینا، طالبان دې د نورو نوکری پرېږدی، له ولس سره دې ژمنه وکړی چې د بل لپاره جګړه نه کوی، ډیورنډ فرضی کرښه نه منی او د هېواد د جوړولو لپاره دې سوله وکړی.

ولسمشر غنی پر ولس غږ وکړ چې سره یو لاس شی او د نظام ساتلو لپاره هڅې وکړی. د ده خبره سمه او پر ځای ده، هغه دا چې که افغانان په اوس کې ژوند ونه کړی، د نظام ساتلو لپاره سره یو لاس نه شی، یووالی ونه ساتی،نو راتلونکو نسلونو ته به ملامت وی!

ولسمشر غنی روښانه کړه چې امریکایی ځواکونه د ده په غوښتنه له هېواده وتلی دی. هغه زیاته کړه چې امریکایان یې په عزت له افغانستانه و ایستل او دوه کاله مخکې یې له امریکایی حکومت د امریکایی سرتېرو د وتلو غوښتنه کړې وه.

اوس چې د امریکا په مشرۍ بهرنی ځواکونه تر ډېره وتلی او ډېر ژر به ټول ووزی، نو طالبانو ته هېڅ نور د جګړې مجال نه دی پاتې او د افغانستان او اسلامی نړۍ دینی عالمانو هم د هغوی جګړه حرامه بولی، دې ټولو ته په کتو سره که طالبان بیا هم جګړه کوی، نو نه یوازې به بریالی نه شی، بلکې دا ډله او په تېره ولس به نور سخت زیانونه هم ووینی!

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړی لپاره د نړیوال فشار غوښتنه وکړه. اسټن په ټوېټ کې لیکلی: (( د خبرو له لارې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې فشار ته اړتیا لری. که فشار ته دوام ورکړی ټوله نړۍ مرسته کولی شی.))

عمومی باور دا دی چې پاکستان پر طالبانو دا جګړه کوی او د طالبانو اختیار نه دی، چې جګړه بس کړی او د سولې لپاره تصمیم ونیسی، ښایی پر پاکستان نور نړیوال فشار هم راوستل شی،ځکه د پاکستان ملېشې هم د طالب او ترهګرو په جامو کې له افغانانو سره په جګړه کې دی!

امریکا دا هم منلې، چې د افغان ځواکونو تجهیز او پیاوړتیا ته لا پسې زور ورکوی، داسې ګومان کېږی، چې د طالبانو دا جګړه د افغان ځواکونو لپاره برخلیک ټاکونکې ده، که څه هم هغوی یو څو ولسوالۍ نیولې، خو ښایی په پوځی ډګر کې طالبان سخت زیانونه وګالی، پر طالبانو او پاکستان د دغه فشار د غوښتنې په لړ کې طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده! ښایی پاکستان د اوربند مسئله مطرح کړې وی، چې له نړیوال فشاره ځان ګوښه او د نړیوالو پام اوربند ته واړوی، خو اوس دا پالیسی رسوا شوې ده، غوره دا ده، چې طالبان ځانونه خودمختاره کړی او د افغان وژنې له جګړې لاس واخلی او په باعزته توګه د خپل هېواد او ملت په خیر سولې ته ستانه شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید