روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له سیاسی او جهادی رهبرانو سره د ولسمشرغنی مشورې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی پرون یوځل بیا په هېواد کې د سولې راوستو او په ځانګړې توګه د اوسنی وضعیت او امریکا ته د سفر په اړه له سیاسی او جهادی مشرانو سره مشورتی غونډه کړې ده، دا غونډه په اوسنیو حالاتو کې ډېره مهمه ده، سره له دې، چې ولسمشر غنی وخت ناوخت داسې غونډې را بولی، خو دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې، چې له یوې خوا په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دی، له بلې خوا جګړې زور اخیستی او دغه راز د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته له امریکا، ناټو او نړیوالې ټولنې سره د مشارکت او همکاریو د نوی باب پرانیستلو لپاره هڅې روانې دی.

امریکا او ناټو په همداسې حالت کې د خپلو ځواکونو ایستلو لړۍ ته زور ورکړی، خو پاکستان غوندې یو شمېر نور مغرض هېوادونه په دې تمه دی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په هېواد کې یوځل بیا غوبل جوړ او خپلې ګټې په کې ولټوی. د دې لپاره په ښکاره توګه د پاکستان مداخله لکه د لمر په څېر بربنډه ده او له پاکستان سره د افغانستان لفظی شخړې اوس اوج ته رسېدلې دی. پاکستانی سیاسیون هم په ښکاره توګه په رسنیو کې د طالبانو په استازولۍ خبرې کوی او دا ښکاره مداخله یې له زغمه وتلې ده.

په دغه راز حالت کې له سیاسی مشرانو سره د ولسمشر غونډې او مشورې ستر اهمیت لری، چې د روان وضعیت کابو کولو لپاره په ملی اجماع ډېر تمرکز وشی.

د ارګ په دې غونډه کې ټینګار شوی چې د سولې پروسه د افغان دولت لومړیتوب دی او د دغه بهیر ټول راتلونکی ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږی.

دغه راز امریکا ته د ولسمشر غنی سفر مهم بلل شوی دی. سپینې ماڼۍ هم امریکا ته ولسمشر محمد اشرف غنی او د ملی مصالحې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکی وایی چې ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵مه غنی او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایی. له سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، په داسې حال کې چې له افغانستانه امریکایی عسکر وځی، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړی.

اعلامیه وړاندې لیکی: ((امریکا د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون له افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دیپلوماتیکی، اقتصادی او بشری مرستې برابرې کړې.))

اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولری چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نه شی او امریکا ته ګواښ پېښ نه کړی.

ترهګری هغه ستونزه ده، چې طالبان ترې جلا کېدای نه شی او نه هم امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان یوازې پرېښوودای شی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته یوځل بیا د دې ډلو پر ځاله بدل نه شی، امریکا، ناټو او ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه، د دې پدیدې پرضد په مبارزه کې د افغان ځواکونو ننګه او ملاتړ کوی. همدا مسئله به تر ډېره له جوبایډن سره په سپینه ماڼۍ کې مطرح کړل شی. پاکستان چې د ترهګرۍ ملاتړی دی، وار د مخه د غنی او بایډن له لیدنې وارخطا دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې دا وارخطایی په ډاګه کړې ده، خو ترهګری هغه پدیده ده، چې هم یې د افغانانو د سولې هڅې ننګولې او هم یې د سیمې او نړۍ په وړاندې خطر را ولاړ کړی دی.

تمه ده، چې له سیاسیونو سره له مشورو وروسته به ولسمشر غنی په دې هکله له امریکایی ولسمشر سره خبرې وکړی او دا چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتو په درشل کې جګړې زور اخیستی او دا جګړه له پاکستانه رهبری کېږی، دا ستره ستونزه او د افغانستان په چارو کې د پاکستان دوامداره مسئله ده، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې وروستۍ لاسته راونې له خطر سره مخ کوی، هیله ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته دې ستونزې ته د امریکا پام واړول شی او د دې ستونزې اساسی حل لاره دې ولټول شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید