روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له روان اقتصادی کړکېچ څخه د وتلو یوازینۍ لاره د مالیې ورکول دی

 د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزی له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې د مالیې په ورکولو سره هېواد له روان کړکېچ څخه وژغوری.نوموړی دا څرګندونې د مالیې ورکولو اوونۍ په مناسبت ثبت شوی ویډیو پیغام کې کړی او څرګنده کړې یې ده چې د نړۍ ټول پرمختللی او صنعتی هېوادونه یو وخت له سترو ننګونو سره مخ وو؛ خو په خبره یې د مالیې ورکولو اصل په رواجولو سره هغوی توانېدلی ترڅو له دغه حالت څخه خپل هېواد او ولس ته نجات ورکړی.د سوداګرۍ وزیر دغه راز غوښتنه کړې چې د مالیې ورکولو او راټولولو پروسه کې باید شفافیت رامنځته شی، ترڅو په هېواد کې موجود بېوزلی او له هیواده بهر کډوال د نورو له احتیاج څخه پرته په خپل کور بسیا شی.دا په داسې حال کې ده چې دتېرې شنبه په ورځ د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې د افغانستان د ریاست الوزراء د دویم مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی او د کابینې د یو شمېر نورو وزیرانو له خوا  ((زموږ مالیه، زموږ هیواد، زموږ راتلونکې)) تر سرلیک لاندې د مالیې ورکولو اوونۍ پرانیستل او د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید