روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له دوو میاشتو ځنډ وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بیا پېل کېدل

سمېع الله سمېع

لومړۍ برخه

کله چې دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ۱۳۹۸ ل کال دوږی په ۱۶ مه د ۲۰۱۹ م کال دسپتمبر په اوومه د شنبې په ورځ له طالبانو سره دسولې خبرې په قطر کې دنهم پړاو له سرته رسېدو وروسته لغوه کړې ، نو دنړۍ له لویو قدرتونو او هغو اړخونو سره چې دافغانستان په جګړه کې ښکېل وو، ډېرې پوښتنې را پیداشوې او دافغان سولې لپاره دامریکا داستازی زلمی خلیلزاد لس میاشتنۍ منډى ترړې هسې پرسیند لاهو ښکار شوې. له ټرمب سره دسولې دخبرو دلغوه کېدو په اړه دا ځواب و، چې طالبانو اوربند ته غاړه نه کېښودله ، نوموږ مجبور شوو، چې له طالبانو سره دسولې خبرى لغوه کړو ..

دا په داسې حال کې و، چې دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولې دهوکړه لیک مسوده بشپړه شوې وه او یوازې دولسمشر ډونالډټرمپ لاسلیک ته پاتې وه. دولسمشرویاندصدیق صدیقی دسولې دخبرو ، دلغوه کېدوپه اړه وویل ، چې که چېرته دسولې هوکړه لیک دطالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوى واى، نو دافغانستان لپاره یې ډېر زیان درلوده ….

طالبانو دټرمپ ددغه اعلان په وړاندې وویل، چې ددغه کارپه وړاندې به جګړې ته دوام ورکړی..

یوشمېر خلکو اوسیاسیونو دټرمپ پرېکړه پرځاى ګڼله ، خویو شمېر سیاسیونو بیادا خبره کوله چې دسولې ښه فرصت له لاسه لاړه ..

دملګرو ملتونو غبرګون:

دملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیوګوتریش دطالبانو او امریکا ترمنځ دسولې دخبرو دلغوه کېدوپه اړه سخت خواشینى شو او دامریکا له ولسمشرټرمپ څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره دسولې خبرې بېرته ډېرژر پیل کړی ..

دسولې دخبرو له لغوه کېدو وروسته طالبانو دافغانستان په ټولو ولایتونوکې جګړې ته سخت زور ورکړ او دوږی په ۲۳ مه یې دملامحمد عباس ستانکزی په مشرۍ یودرې کسیز پلاوى مسکوته ولېږه .

همدارنګه طالبانو یوڅلور کسیز پلاوى دوږی په ۲۷ تمه دملا حنفی په مشرۍ ایران ته ولېږه.

په همدغه بهیرکې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړى استازى خلیلزاد دتلې په ۹مه اسلام آباد ته ورسېد او دافغان سولې په اړه یې دپاکستان له چارواکو سره خبرې وکړې. په داسې حال کې چې خلیلزاد په اسلام آباد کې په خبرو بوخت و، دتلې په لسمه دطالبانو یو پلاوى دملاعبدالغنی برادر په مشرۍ اسلام آباد ته ورسېد.

 یوشمېر رسنیو خبرورکړ، چې طالب پلاوى اوخلیلزاد په اسلام آباد کې دسولې دخبرو د بیاپیل کېدلو لپاره خبرې کړی دی

په بیجینګ کې دپاکستان صدراعظم عمران خان دتلې په ۱۸ مه دپنجشنبې  په ورځ دچین له ولسمشر شی جین پینګ سره په خبروکې دامریکا اوطالبانو ترمنځ دسولې دخبرو دبیاپیل کېدلو غوښتنه وکړه.

همدارنګه عمران خان ایران ته دخپل سفر په بهیر کې دتلې په ۲۰ مه دایران له ولسمشر حسن روحانی سره دافغان سولې په اړه خبرې وکړې اوله امریکا او طالبانو څخه یې وغوښتل چې دسولې خبرې بیا پیل کړی.

 دهرات په اتم امنیتی کنفرانس کې چې دنړۍ د ۱۶ هېوادونو استازو په کې ګډون درلوده دافغان سولې په اړه خبرې وشوې اوله امریکا اوطالبانو یې وغوښتل چې دسولې ځنډول شوې خبرې بیا پیل کړی.

دمسکو په ۴ اړخیزه غونډه کې چې دچین ،روسیې ،امریکا اوپاکستان داستازو په ګډون دلړم په ۳یمه جوړه شوه ، دامریکا اوطالبانو دسولې دخبرو دبیا پیل کېدلو غوښتنه وشوه.

 خلیلزاد دمسکو له غونډې وروسته کابل ته راغى او دسولې دخبروله لغوه کېدو وروسته یې لومړى ځل دلړم په ۴مه له ولسمشر محمداشرف غنی سره دسولې دخبرو دبیا پیل کېدو په اړه خبرې وکړې.

 دلړم په ۵مه خلیلزاد ، له کابل څخه اسلام آباد ته ورسېد او داسلام آباد له چارواکو سره له خبرو وروسته دلړم په ۸ مه کابل ته راغى .خلیلزاد ،بیاهم دسولې په اړه له ولسمشر غنی سره خبرې وکړې.

دلړم په ۱۷ مه دجمعې په ورځ یوشمېر رسنیوخبر ورکړ، چې دافغان حکومت یو پلاوى په ابوظبۍ کې دطالبانو له پلاوی سره دافغان سولې په اړه خبرې کړی دی. همدارنګه په دغه وخت کې دامریکا استازی خلیلزاد هم په قطرکې له طالبانو سره دسولې دخبرو دبیا پیل کېدلو لپاره خبرې وکړې، خو دخلیلزاد دغه خبرې پټې روانې وې .

دخلیلزاد له دغو پټو خبرو څخه داپه ډاګه کېدل چې دخبرو له لغوه کېدلو سره سره دامریکا اوطالبانو ترمنځ دخبرو سلسله په دوامدار ډول روانه وه امریکا هم د پردې ترشا غوښتل چې دسولې لغوه شوې خبرې بیا پیل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید