روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له تېرو ناوړو ترخو تجربو باید عبرت واخیستل شی!

له تېرو څه باندې څلورو لیسزو هرې ډلې د زور او جبر له لارې قدرت ته د رسېدا هڅې کړې دی، چا د بهرنیو یرغلګرو په لسمون او چا هم د نورو او نورو سیمه ییزو او ګاونډیانو په ملاتړ، خو په حقیقت کې د دې اړودوړ درنه بیه ولس ورکړې او همدا اوس هم ولس درګرده د ناوړو رقابتونو او ناوړو سیمه ییزو ټکرونو او تقابولو له امله خپل خواږه اولادونه له لاسه ورکوی، لا هم په افغانستان کې د دې لوریو د ناوړو رقابتونو له امله تپل شوې جګړه روانه ده او له ولس څخه قربانی اخلی.

پرون د غویی آتمه او وړمه ورځ یې اوومه وه، د غویی په اوومه د شوروی اتحاد مغرضانه لاسوهنو او ناوړو غوښتلو له امله چې د افغانستان لاندې کول وو، د شوروی مزدورانو د افغانستان پر لومړی جمهور رییس شهید سردار محمد داؤدخان سره کودتا وکړه،ولسمشر یې له خپلې کورنۍ سره په ډېره ظالمانه توګه شهید کړ، ورپسې یې د اردو او نورو ځواکونو پر وژنو او د افغانستان د شریفو خلکو پر ترورولو لاس پورې کړ، چې جنایتونه یې له هېڅا پټ نه دی، بیا یې پر افغانستان سرې لښکرې را وستې او افغانستان یې اشغال کړ، ملت اړ شو، چې د خپل ولس، هېواد او اسلام په دفاع کې د سپېڅلی جهاد توغ پورته کړی، ولس په ډېره مېړانه د سرو لښکرو په وړاندې وجنګېد او په څه ناڅه لسو کالو کې یې سرې لښکرې په ګونډو او له هېواده مختورې وتو ته اړې کړې، لږ وروسته د شوروی لاسپوڅی حکومت هم د غویی په اتمه نسکور شو، خو د افغان ولس دا بریا سمه مدیرت نه کړل شوه او د ګاونډ او سیمې او په تېره بیا د ماتې خوړلی سرو لښکرو په لمسون افغانستان بحران ته لاړ،پایله دا شوه، چې په افغانستان کې ترهګری رامنځته او ټوله نړۍ وګواښی، خو له تېرو دوو لسیزو راهیسې افغانانو چانس تر لاسه کړ، چې نړیواله ټولنه یې د لومړی ځل لپاره تر څنګ ودرېږی، مرستې یې ورسره وکړې، نظام یې ورته جوړ کړ او اوس افغانان نظام لری، اردو لری او پوځ لری، چې د پرمختیایی چارو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دی، بهرنی ځواکونه هم وزی او نوره به طالبانو ته هم د اشغال پلمه پاتې نه وی، خو ستونزې لا هم شته او افغان بچیان د دښمن له خوا دوکه کېږی او بېرته د افغان ولس او افغانستان پرضد کارول کېږی، همدا ده، چې د سولې لړۍ ننګول شوې او لا هم د زور او جبر له لارې واک ته د رسېدا لاپې وهل کېږی، خو دا تجربه د تباهۍ تجربه ده او افغان ولس باید نور د بل د موخو ښکار نه شی او د تباهۍ دې لړۍ ته د پای ټکی کېږدی.

د ولسمشر غنی اندېښنه پر ځای ده چې هېواد په حساسو شرایطو کې دی او له افغانانو یې د یووالی د ساتلو غوښتنه کړې ده. ولسمشر غنی د مجاهدینو د بریا په مناسبت په خپاره کړی پیغام کې وېیلی چې د جهاد تر بریا وروسته بې پروایی او خپلمنځی ستونزې ددې سبب شوې چې ناورین لسیزې په افغانستان کې ادامه پیدا کړی او په خبره یې اوس هم افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او د دې اړتیا ده چې افغانان خپل یووالی وساتی.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې له بهیر سره یو ځای شی او له جګړو لاس په سر شی. ولسمشر دا خبرداری هم ورکړی چې هېڅوک له زور او فشار په استفادې په افغانانو خپلې طرحې نه شی منلی او په خبره یې افغانانو کلونه د ولسواکۍ او نظام د جوړولو لپاره قربانۍ ورکړې دی او په اسانه به له خپلو قربانیو تېرنه شی.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د سیمې او نړۍ په ګټه ده او پر نړیوالو یې غږ کړی چې خپلو صادقانه همکاریو ته ادامه ورکړی.

دا په داسې حال کې  ده، چې د ملکی تلفاتو کچه په دې سپېڅلې او مبارکه روژه کې هم د ملکی تلفاتو کچه لوړه شوې ده، دا جنایت دی او نه بښوونکی جنایت، دا جنایت باید بند کړل شی او د ولس لپاره سوله راوستل شی، په دې برخه کې ولس باید خپل یووالی وساتی او د هر جابر او ظالم په وړاندې غږ پورته کړی، ولس باید نور ظالمان پرېنږدې، چې واک ته د رسېدا لپاره هم ملی ګټې قربانی کړی او هم دا ولس د خپلو هوسونو لپاره وکاروی او پر وینو یې سودا وشی!

نړیواله ټولنه هم مکلفه ده، چې د افغان ولس د ژوندانه، پرمختګ او سوکالۍ حقونه خوندی وساتی او هر هغه دښمن لوری لاسونه وربند کړی، چې د افغانانو دا حقونه ګواښی، نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مسوولانه حرکت وکړی، ځکه د افغانستان سوکالی، سوله او امنیت د سیمې د سوکالۍ، امنیت او سولې لپاره پیاوړی او وساتل شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید