روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له ترکیې سره د مهاجرو لپاره معامله

اروپا په راتلونکې کې له مهاجرو سره څه ډول چلند کوی؟ د جرمنی د بهرنیو چارو وزیر له اروپایی ټولنې غوښتنه کوی چې ترکیې ته نورې پیسې ورکړی او له انقرې سره نوی هوکړې ته ورسېږې. ماس وېیلی: «موږ د مهاجرت په اړه د ترکیې همکارۍ ته اړتیا لرو. اروپایې ټولنه له انقرې سره د مهاجرت تړون لا پراختیا ته لیوالتیا لری. دا باید موږ ومنو چې د ترکیې له حکومت سره پر ټولو ستونزو سربېره چې موږ یې ورسره لرو، دغه هېواد زموږ لپاره د مهاجرو په برخه کې ستر بار پورته کړی دی.» په ترکیه کې شا او خوا څلور میلیونه پناه غوښتونکی اوسېږې. د اروپایی ټولنی او ترکیې ترمنځ پخوانی تړون کې اروپایی ټولنی د ترکیې حکومت ته شپږ میلیارده یورو په اختیار کې ورکړې وې. ماس ټینګار وکړ چې په نوی تړون سره ترکیې ته باید نوری پیسې ورکړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید