د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
له ایران د افغان کډوالو د جبری ایستلو لړۍ پراخه شوې ده. د تازه معلوماتو له مخې، ایران په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۱۶ زره افغان کډوال له ایران ایستلی دی. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم دا تاییدوی، چې ایرانی لوری د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. سرچینه کاږی چې په یوه اوونۍ کې ایران شاوخوا ۱۶ زره افغانان له خپل هیواد ایستلی دی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۲ زره کسان را ایستلی دی. په ورته وخت کې له پاکستان هم ۲۰۰ افغان کډوال ایستل شوی دی. ډېری دغه کډوال په زور له ایران او پاکستان ایستل کېږی. ایران وروسته له هغه د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړه، چې کډوالو ته یې د ثبت ژمنه ورکړه او په دې توګه یې نیول او ایستل ورته اسانه شول.