د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
طالبانو د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر مرکز پرون په داسې حال کې موټربم برید کړى، چې دې ډلې له دغه ترهګر بریده یوه ورځ وړاندې د یکشنبې په ورځ په قطر کې له امریکایی لوری سره اوربند وکړ!!! د طالبانو له خوا له امریکایی ځواکونو سره اوربند، خو د افغان ځواکونو پرضد د جګړې او ترهګریزو بریدونو دوام، سخت حساسیتونه را وپارول او په رسنیو کې په دې اړه د اسلام له نظره سختې نیوکې وشوې، نیوکګرو د طالبانو پر اسلامیت او ضمیر شک ښکاره کړ او دوى یې سخت ملامت کړل. دې ډلې د زلمی خلیلزاد په مشرۍ له امریکایی لوری سره پرېکړه کړې، چې د هغوى جنګیالی به د امریکایی ځواکونو پرضد بریدونه نه کوی، خو د افغان ځواکونو په اړه یې په دې برخه کې هېڅ کومه پرېکړه نه ده کړې!!! له دې وروسته پرون په نادعلی کې د افغان ځواکونو پر یوه مر کز د ىوه ځانمرګی برىدګر په چاودنه کې د ملی اردو یوشمېر سرتىری شهیدان او ګڼ نور ټپىان شوی دی. د ملی دفاع وزارت په اعلامىه کې راغلی چې پېښه پرون سهار لس بجې هغه مهال شوې چې ىو ځانمرګى برىدګر چې په مازدا ډوله ګاډی کې سپور و، مخکې له دې چې د ملی اردو پر مرکز برىد وکړی، د امنىتی ځواکونو لخوا وىشتل شوى او چاودنه شوې ده. د دغه وزارت په خبره، برىدګر غوښتل چې د هلمند په نادعلی ولسوالۍ کې د ۲۱۵ مىوند قول اردو د درېـىمې لوا د لومړی کنډک پر ىوې پوستې برىد وکړی. د وزارت په خبره امنىتی سرتېریو برىدګر پېژندلى او ډزې ىې پرې کړې او له دې سره برىدګر ځان ته چاودنه ورکړې ده. له ډېره بده مرغه، چې وسله وال طالبان وایی چې دا برىد دوى کړى او زىاتوی چې برىد د ځانمرګی په مټ شوى او دوى افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده!؟ د هلمند د والی وىاند عمر ځواک وایی، په دغه برىد کې افغان ځواکونو ترڅنګ ولسی خلکو ته هم زىان اوښتى خو کره شمېره ىې نه ده ښودل شوې. همدا رنګه وړمه ورځ ناوخته د مرکز لښکرګاه او سنګىن تر منځ په لوىه لار باندې د ىوه ماىن په چاودنه کې پنځه پولىس شهیدان شوی او څلور نور ټپىان شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ ناوخته طالبانو اعلام وکړ، چې (( نور په امرىکاىانو برىد نه کوو!؟ )) طالبان واىی، له دې وروسته به پر امرىکایی ځواکونو برىدونه نه کوی او امرىکایی ځواکونه به پر دوى حملې نه کوی؛ خو پر افغان ځواکونو تر اوسه د بریدونو نه کولو پرېکړه نه ده کړې!!! د طالبانو د قطر دفتر وىاند سهىل شاهىن له بی بی سی سره خبرو کې وىلی، امرىکا او دوى هوکړه کړې چې پر ىو بل به برىدونه نه کوی. د هغه په خبره، په قطر کې د وړمې ورځې مذاکراتو پر مهال په افغانستان کې د امرىکاىی ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم موجود و. دا مذاکرات تازه له دوه مىاشتنی ځنډ وروسته بېرته پیل شول. د طالبانو او امریکایانو اوربند که څه هم د تاوتریخوالی کمول دی، خو دا چې د افغان حکومت پرضد طالبانو لا هم د اوربند پرېکړه نه ده کړې او یا د دې پرېکړې هوډ نه لری، سخت حساسیتونه را پارولی دی، په داسې حال کې چې افغان ځواکونه مسلمانان دی او پر هغوى د طالبانو او هرې بلې ترهګرې ډلې، بریدونه حرام بلل شوی او په دې اړه د افغانستان دینی عالمانو دا پرېکړه صادره کړې ،چې د سیمې او نړۍ د اسلامی عالمانو له خوا په کعبه شریفه کې تېر کال تایید هم شوه. خلک وایی، چې د طالبانو دغو بریدونو وښووده، چې هغوى اسلامی ارزښتونو ته هېڅ درناوى هم نه لری، هغوى لاسپوڅی دی، چې د تاریخی او قسم خوړلی دښمنانو له خوا د افغانانو پرضد او د افغانستان د پرمختګ د مخنیوی لپاره جګړه کوی، د هغوى جګړه هېڅ اسلامی او دینی رېښه نه لری،بلکې دا د تپل شوې جګړې د دوام لپاره د هغوى ناروا جګړه ده، هغوى ( طالبان ) هم د دې جګړې د دوام لپاره اجیر نیول شوی دی، په قطر کې هم د هغوى استازی هېڅ خپلواک نه دی او د افغانستان د دښمنو لوریو له خوا د افغانستان د ستراتیژیکو ملګریو لکه امریکا او نړیوالې ټولنې پرضد کارول کېږی، له همدې امله د هغوى د سولې خبرې کومه پایله نه لری او له اصلی لوری سره ،چې افغان حکومت دى، د سولې خبرو ته نه دی ناست!؟
احمد فرهاد