روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له اقتصادی ستونزو سره سره افغان سفارتونه فعال دی

اسوشټېډ پرېس خبری اژانس وایی، له اقتصادی فشارونو سره سره لا هم د افغانستان سفارتونه په ټولو هېوادونو کې فعال دی.سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې په افغانستان کې نوی حکومت رامنځ ته شو او دغه حکومت تر دې دمه د خپلو سفارتونو د مالی ملاتړ لپاره اړین اقدام نه دی کړی، خو بیا هم پخوانیو دیپلوماتانو دغه سفارتونه او قونسلګرۍ پرانیستې ساتلې دی.په راپور کې ویل شوی، افغان سفارتونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له اقتصادی ستونزو سره مخ دی او په امریکا کې په راتلونکو ورځو کې د افغان سفارت د تړل کېدو امکان شته.دغه راپورونه داسې مهال خپرېږی ،چې نوی حکومت بیا ټولو سفارتونو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی ویلی وو، چې دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړی، نو ځکه د خپلو سفارتونو مالی او سیاسی ملاتړ ته ادامه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید