د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
امریکایی سناتور مېچ مک کانل وایی، له افغانستان د امریکایی ځواکونو اېستل تېروتنه وه.
نوموړی زیاته کړې، امریکا لا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه ګټلې نه وه، خو له دغه هېواد یې پښې سپکې کړې.نوموړی زیاته کړې، د سرتېرو د اېستلو تجربه په عراق کې ناکامه شوه او په افغانستان کې به یې هم پایلې مثبتې نه وی.دی وایی: د بایډن حکومت اوس افغانستان په جګړه کې ښکېل پرېښود او لا هم په دغه هېواد کې ترهګرې ډلې فعالې دی او د ګواښونو جوړولو وړتیا لرلی شی.سناتورمک کانل زیاته کړې، د ناټو متحدینو هم دا نه غوښتل ،چې امریکایی ځواکونه له افغانستان و وځی خو په خبره یې د بایډن ادارې د سرتېرو د اېستلو په اړه د هېچا مشوره نه ده اورېدلې، له همدې امله به راتلونکی مسوولیتونه هم د دغه ادارې پر غاړه وی. د یوبل خبر له مخې، په کابل کې د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې فور سایمر وایی: په افغانستان کې د جګړې د شدت ستر لامل طالبانو ته د بهرنیانو له لوری د تبلېغاتی فرصت برابرېدل دی.مېرمن فور سایمر زیاته کړې، چې د جګړې د شدت بل لا هم له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تګلاره کې د ډېرو مسایلو ناڅرګندوالی دی.نوموړې په تازه مرکه کې وېیلی، د بایډن د حکومت مسوولیت و، چې په افغانستان کې یې لومړی جګړه ختمه کړې وای او بیا یې د سرتېرو د اېستلو لړۍ پیل کړې وای.دغه پخوانی امریکایی دیپلوماتې وېیلی، دا مهال افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخ دی او مسوولیت یې هم د بهرنیانو بې پروایو ته راګرځی.مېرمن فور سایمر ټینګار کړی، چې نړیوال په تېره ناټو او امریکا باید د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ وکړی او اجازه دې نه ورکوی چې وروستی وضعیت په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې له خطر سره مخ کړی.