د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دپکتیا دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت دطبیعی ځنګلونو دخوندی کولو او بیا رغونې لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړی دی . همدارنګه په هرات ولایت کې دزعوانو کښت اوپلور زیات شوى دى . دافغانستان جلغوزی او زعفران په بهرکې ښه بازار لری او سوداګر له دې لارې ښې ګټې ترلاسه کوی . په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال دافغانستان دسوداګرۍ خونې له ویاند ښاغلی جان آقا (( نوید )) سره مرکه کړی ، چې خیرېږی.
پوښتنه : بهرنیو هېوادونوته دجلغوزیو صادرات څنګه دی ؟
ځواب : جلغوزی دافغانستان دکرنیزو محصولاتو صادروونکی توکی دی ، چې ارزښت یې هم لوړ دى او په بېلا بېلو هېوادونو کې دپلور بازار لری . په دې وروستیو کې دافغانستان او چین ترمنځ دجلغوزیو په اړه خبرې شوی او ددغو چارو دترسره کولو ترڅنګ سودا ګریز تړونو نه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شول . دجلغوزیو د تولید لوړوالی ته په کتو سره دجلغوزیو دپروسس یوه فابریکه په کابل کې جوړه شوې ده اوبله یې په پکتیا کې دجوړېدو په حال کې ده . د۲۰۱۸ زېږدیزکال دجلغوزیو دتولید هغه احصائیه ، چې زموږ په واک کې راکړل شوې ، چین ته ۱۱۷۰ تڼه جلغوزی صادر شوی او همداسې نورو هېوادونو ته هم دهوایې دهلیز له لارې لېږدول شوی دی، نو ویلى شم ، چې په دغه کال کې دافغانستان دجلغوزیو تولیدات زیات وو او په هېواد کې خلکو له جلغوزیو ښه ګټه پورته کړې وه .
ښاغلی نوید زیاته کړه : دجلغوزیو تولیداو صادرات دوام لری. تر اوسه بهرنیو هېوادونو ته ۹۷۲ ټنه جلغوزی صادر شوی ، چې دغه اندازه نوره هم دلوړېدو په حال کې ده او هره ورځ بهرنیو هېوادونو لکه : هند، چین ، اروپایی هېوادونو او همدارنګه عربى هېوادونو ته دجلغوزیو صادرات دهوایی دهلېزونو له لارې ترسره کېږی ، دافغانستان دجلغوزیو بیه په نړیوالو بازارونوکې تو پیر لری . له نېکه مرغه بهرنیو هېوادونو ته زموږ دجلغوزیو صادرات ښه شوی دی . دجلغوزیو دتولید او صادراتو لپاره باید ډېر کار وشی . هغه چارې ، چې تراوسه دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ترسره کړی دی ، هغه د جلغوزیو دتولید او صادراتو دډېرولو ترسره کول دی ، چې دصادراتو لپاره ډېره زمینه برابره شی. داکار دافغانستان له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې باید وشی ، چې زموږ دجلغوزیو صادرات ښه بازار و لری او په ښه بیه وپلورل شی . دجلغوزیو تولید او هغه ګټی چې له دې لارې تر لاسه کېږی باید د کروند ګر و، سوداګرو او د عامو خلکو پرژوند ښه اغېزه وشیندلى شی .
ده ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې دافغانستان زعفران په نړۍ کې له ډېر لوړ ارزښت څخه برخمن دى ، تېره اوونۍ په هرات کې دزعفرانو نندارتون جوړ شوى و. اوس زموږ دزعفرانو تولید او سوداګری څنګه ده ؟ څرګنده کړه : دافغانستان له کرنیزو تولیداتو یوهم زعفران دی ، چې په نړۍ کې لومړى مقام لری. هم یې کیفیت لوړ دى اوهم بى رنګ ښه دى . زموږ دهېواد زعفران دنړۍ په سطحه ډېر پېرونکی لری . له نېکه مرغه زموږ په هېواد کې دزعفرانو تولید او بازار دلوړېدوپه حال کې دى او نورو هېوادونو ته یې صادراتو پراختیا موندلې ده ، دافغانستان دزعفرانو دکیفیت دلوړوالی له امله یې یاد هېوادونه غوښتونکی او پیرونکی دی ، نو ویلى شم ، چې زعفران زموږ د هېواد یو عایداتی ارزښتناک توکى دى ، چې ددغه توکی دودې او پراختیا لپاره ډېرې هلی ځلې کېږی . دزعفرانو حجم ډېر او وزن یې کم دى او دهوایی دهلیزله لارې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږی . موږ هیله من یو، چې دزعفرانو دتولید کچه لوړه کړاى شی، چې ګټه یې افغانستان ته ورسېږی . دسوداګر ۍ اوصنایعو خونه دزعفرانو دصادراتو په برخه کې ډېره هڅه کوی . موږ هیله لرو ، چې په نورو هېوادونو کې دزعفرانو دپلور لپاره نوی بازارونه پرانیستل شی . اوس زموږ دهېواد زعفران دښه کیفیت په لرلوسره په نړیوالو بازارونوکې ښه پلورل کېږی . زموږ زعفران هېڅکله له کروند ګرو سره نه دی پاتې شوی، بلکې په بازارونو کې پلورل شوی دی په نړیوالو بازارونو کې دافغانستان د زعفرانو لپاره غوښتنه زیاته ده.، نو دکروند ګرو، دزعفرانو دسوداګرو او صادروونکو او دپروسس کولو لپاره فابریکې جوړول ډېر مهم کار دى او د دې ترڅنګ د زعفرانوپه تولید او صادراتو کې باید لوړوالى راوستل شی.
ښاغلی نوید ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د هوایی دهلیز له لارې سوداګرۍ څومره پرمختګ کړى اوله کومو هېوادونو سره ترسره کېږی ؟ ډاګیزه کړه : د هند ، چین ، اروپایی هېوادونو اوهمدارنګه د عربی هېوادونو حوزى ته لکه سعودی عربستان ، متحد عربی امارات ، کوېټ ، بحرین اود قطر هېوادونو ته موږ تېر کال دهوایی دهلېزله لارې ۸۷۰۰ ټنه بېلابېل توکی صادرات لرل ، اوس هم دهوایی دهلېز له لارې زموږ دصادراتو اندازه په همدى شا وخوا کې ده او دکال ترپاىه پورې به دغه اندازه لوړه شی.
نورى