د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د جنوبی آسیا هېوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې ده ،چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لری.هارتویګ شیفر کابل ته د خپل دری ورځنې سفر په پای کې وېیلی: (( نړیوال بانک له نورو پراختیایی شریکانو سره په ګډه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوی او ژمن دی څو له دې هېواد سره د یوې پاېښت لرونکې اقتصادی ودې او ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړی.))ښاغلی شیفر زیاته کړې ،چې افغانستان تر بل هر وخت له کورونا ویروس څخه اغېزمن شوی او په خبره یې زیاتو مرستو اړتیا لری.نړیوال بانک تر دې مخکې په افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې او د اقتصادی اغېزو د مخینوی لپاره له دغه هېواد سره د ۳۹۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس د کورونا ویروس، د سیاسی او امنیتی کړکېچ او د نړیوالې ټولنې د مرستو احتمالی کمېدو له امله د افغانستان اقتصادی وده ورو شوې ده.د یاد بانک په اعلامیه کې راغلی: (( تمه کېږی چې د دې هېواد اقتصادی وده په ۲۰۲۱ م کال کې یو سلنه وی او په ۲۰۲۲ م کال اټکل کېږی ،چې دری سلنې ته ورسېږی. وړاندوینه کېږی، چې د افغانستان دولت به په راتلونکو کلونو کې هم د روغتیا، ښوونې او روزنې، له خصوصی سکتور د ملاتړ، د کاری آسانتیاوو د رامنځته کولو او له خورا بېوزلو او زیانمنونکو خلکو او ټولنو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مالی مرستو ته اړتیا ولری.))د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس افغانستان د بیا رغونې صندوق او نړیواله پراختیایی اداره چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د وړیا مرستو څانګه ده، په ګډه هر کال یو میلیارد ډالر مالی مرسته افغانستان ته چمتو کوی.