روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان سره د پاکستان مخامخ جګړه!

پاکستان له افغانستان سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی، دا جګړه د پاکستان د افرادو او پاکستانی جنرالانو له خوا پر مخ وړل کېږی، له کله چی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، دا جګړه نوره پسې پراخه شوې ده، د دې جګړې لپاره د پاکستان په ښارونو کې د طالب او ترهګر په نامه د پاکستانی ملېشو او نورو جنګیالیو لپاره چندې ټولول هم زیات شوی دی. پاکستان پر دې سربېره چې د افغانستان پرضد یې خپلې ملېشې په جګړه کې ښکېلې کړې، نورې ترهګرې ډلې هم را استوی چې له افغانستان سره جګړه وکړی. د جګړې اوسنی ټول بهیر د پاکستان د جګړې او قوماندې بهیر دی، چې افغانستان ورسره له  بل هر وخته  ډېر په دې جګړه کې ښکېل شوی دی.د افغانستان حکومت هم وخت ناوخت د پاکستان د دغه مخامخ یرغل پرضد غږ پورته کړی دی او آن تر نړیوالو پورې یې رسولی دی، د افغانستان حکومت یو ځل بیا هم ټینګار کړی چې پاکستان د طالب مشرانو لپاره خوندی پټنځایونه برابروی او همدارنګه د افغان جګړې مشری هم له پاکستانه کېږی.دا ځل دا غږ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیری رسنیو ته په استول شوی پیغام کې وېیلی، سربېره پر دې چې د طالبانو کورنۍ او مشران په پاکستان کې ژوند کوی، بلکې د سوق و ادارې او پرېکړو مرکزونه یې هم په پاکستان کې فعال دی.نوموړی د بېلګې په توګه د کوېټې شورا او د میرانشاه شورا نومونه اخیستی او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان په جوماتونو کې د وسله والو طالبانو لپاره چندې ټولېږی او د طالبانو تبلیغات په منظم ډول اداره کېږی.د پاکستان دا جګړه له نور کله ډېره په داسې حال کې بربنډېږې، چې خپله د پاکستان چارواکی هم اقرار کوی، چې دا جګړه له هغه ځایه سرچینه اخلی. په دې اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر  څو ورځې مخکې تایید کړه چې د افغانستان په جګړو کې مړه او ټپی شوی طالب جنګیالی پاکستان ته وړل کېږی او د دې ډلې مشران هم په دغه هېواد کې مېشت دی.د دې ترڅنګ د پاکستان په کمپونو کې د افغانستان د جګړې د دوام لپاره د روزل کېدونکو طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو رپوټونه هم ورکول کېدل، دا د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې کمپونه دی، چې له ډېره وخته را په دې خوا افشا شوی دی.پاکستان په ټول وس هڅې کوی، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له  وتو وروسته، په افغانستان کې ستراتیژیک عمق ته ورسېږی، دغه  عمق ته رسېدل د طالبانو، ترهګرېزو ډلو او آن د پاکستان د خپلو ملېشو پر مټ دوی شونی بولی. پاکستان دغه ترهګریزې ډلې د همدې لپاره روزلې دی او د طالبانو ملاتړ هم د همدې لپاره کوی.افغانستان به د پاکستان د دغه یرغل پرضد په نړیواله کچه غږ پورته کړی، دا د افغانستان برحق غږ دی او ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه اړ دی، چې د افغانستان دا غږ واروری او د ترهګرۍ او اورپکۍ د دغه یرغل پرضد د افغانستان تر څنګ ودرېږی. دا مخامخ یرغل دی او د افغانستان ملت پر نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونو حق لری، چې د دغه مخامخ یرغل په دفع کولو کې د افغانستان ننګه او ملاتړ وکړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید