روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو برخې له بندیزونو معاف دی

برېټانیا وایی هغه برخې له بندیزونو معاف دی چې افغانستان ته بشردوستانه مرستې رسوی.
د سرچینې په وینا د برېټانیا حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستان سره د بشری مرستو په برخه کې اسانتیاوې راولی.په راپور کې ویل شوی له همدې امله برېټانیا د دې ملاتړې ده، چې محدودیتونه بشری برخې او هغه برخې زیانمنې نه کړی، چې بشردوستانه خدمتونه وړاندې کوی.برېټانیا له دې وړاندې هم ویلی و، چې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او هڅه کوی دغه هیواد ته د بشری مرستو په رسونه کې آسانتیاوې راولی او په خپله به هم په ځینو مواردو کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکړی.افغانستان په وروستیو کلونو کې له اقتصادی ستونزو او ناخوالو سره مخ دی، چې د امریکا او غربی هیوادونو بندیزونو دا ستونزې لا پراخې کړې او عام افغانان یې له سخت وضعیت سره مخ کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید