روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان سره دې دوامدارې مرستې وشی

په افغانستان کې د نړیوال بانک نوې مشرې وېیلی، په دې سختو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږی ،چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومی.

د ملینډا ګووډ په خبره افغانستان د کورونا وبا د خپرېدو او د کړکېچنې سیاسی اوضاع له امله له سختو شرایطو سره مخ دی او له همدې امله اړتیا لیدل کېږی،‌ چې د نړیوالې ټولنې مرستې خلکو ته د اړینو خدمتونو د وړاندې کولو او د تېرو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په موخه دوام ومومی.مېرمن ملینډا زیاته کړې، له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې نړیوال بانک د افغانستان د خلکو مهم ملاتړی پاتې شوی او له دې هېواد سره یې د پراختیایی پایلو او پرمختګونو په ترلاسه کولو کې د ستایلو وړ رول لوبولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید