روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان د امریکایی ځواکونو وتل تاریخی تېروتنه ده

نیویارک ټایمز امریکایی ورځپاڼې په مطلب کې لیکلی، چې له افغانستان څخه د ځواکونو اېستل او دا هېواد یوازې پرېښودل تاریخی تېروتنه ده.په مطلب کې راغلی، سره له دې ،چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره ځواکونه ونه لېږل ،چې د افغان ښځو وضعیت ښه شی، خو عملاً میلیونونو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره شوه او بېلو برخو کې یې لوړې زده کړې وکړې.د لیکوال په باور اوس دغو نجونو او ښځو ته شا اړول کېږی.هغه وړاندې لیکلی، دغه راز د هغو نورو افغانانو چې په افغانستان کې یې د بشری حقونو او خلکو ته د ښه ژوند د برابرولو لپاره هلې ځلې کړې دی پرېښودل به تاریخی اشتباه وی او هېڅکله به افغانان د امریکایانو دا تېروتنه هېره نه کړی.په ورته وخت کې امریکا وایی: د خپلو سرتېرو د وتلو بهیر د ساتنې لپاره یې جنګی الوتکې د افغانستان شاوخوا ته لېږلې او ددې احتمال شته ،چې په افغانستان کې خپل ځواکونه هم ډېر کړی.د امریکا د دفاع وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلی چې شپږ ۵۲ ـ B ډوله الوتکې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر ساتنه کوی او تر څنګ یې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شمېر هم ډېرېږی څو د وتلو په بهیر کې د امریکایی ځواکونو امنیت تامین کړی.پنټاګون ویلی ،چې اوس د دوی دوه لویې جنګی الوتکې د افغانستان شاوخوا ته رسېدلې دی.د پنټاګون ویاند جان کربی ویلی دوی له افغانستان د خپلو ځینو تجهیزاتو اېستل پیلوی، ځینې افغان پوځ ته سپاری او ځینې په افغانستان کې له منځه وړی.کربی دغه راز زیاته کړې ،چې د سرتېرو د اېستلو بهیر به په منظمه توګه مخ ته ځی او هڅه کېږی د هر ډول احتمالی خطر مخنیوی وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید