روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو وتل ستره تېروتنه ده

 د چک ولسمشر میلوش زیمان وېیلی: که نړیوال غواړی چې په رېښتیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړی، نو بېرته دې افغانستان ته وګرځی.د چک ولسمشر دغه څرګندونې په تازه مرکه کې کړی او د افغانستان پر روان وضعیت یې اندېښنه ښودلې ده.ښاغلی زیمان له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتل ستر تېروتنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د ناټو وروستۍ سرمشریزې ته د ده د وینا ډېره برخه په همدغې دردوونکې مسئلې څرخېده.د نوموړی په خبره، د ناټو په سرمشریزه کې یې د ناټو نورو غړیو ته وېیلی: دا چې له افغانستان ټول ځواکونو وباسو دا په ناځوانمردانه ډول د تسلیمۍ او آن د خیانت په مانا ده.د چک ولسمشر همدارنګه زیاته کړې، که موږ بیا دې ته اړ شو، چې په افغانستان کې له ترورېزم سره جګړه وکړو نو لا به ستره بیه پرې کوو.میلوش زیمان زیاتوی: ((که بالاخره موږ په رښتیا وغواړو چې د ترورېزم پر وړاندې جګړه وکړو، نو له دې پرته به چې بېرته افغانستان ته ورشو بله لاره به ونه‌لرو. په دې صورت کې به د هغه په نسبت چې که هلته پاتې شوی وای، ډېره زیاته بیه پرې کوو.))د چک ولسمشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوی، چې بهرنی ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو په حال کې او تر نیمایی ډېر وتلی او پاتې نور به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځی، خو امریکایی چارواکو وېیلی، چې دوی به تر ۶۵۰ پورې سرتېری په افغانستان کې پرېږدی او دغه راز پاشل شویو اسنادو کې وېیل شوی، چې برېتانیا هم په افغانستان کې د یو شمېر سرتېرو د پاتې کېدو په لټه کې ده.د راپورونو له مخې په برېتانیا کې ددغه هېواد د دفاع وزارت داسې محرم اسناد موندل شوی، چې په هغه کې د افغانستان په هکله ځینې موارد راغلی. په دې کې یو دا دی چې ښایی د سرتېرو تر وتلو وروسته هم د برېتانیا ځینې ځانګړی ځواکونه په افغانستان کې پاتې شی او د ترهګرۍ ضد فعالیتونه ترسره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید