روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لنډکی شعر که نثری شاعری؟

هوسۍ طارق

لومړۍ برخه

ادبیات د نظم او نثر پراخه لمنه ده، په دې ډګر کې مختلف ژانرونه  لیکل شوی ، بدلون یې موندلې او لا د بدلون په لور روان دی،  ځکه  د ژوند غوښتنې پرته له بدلونه امکان نه لری او دغه بدلون په هر ډګر کې امکان لرلاى  شی که شعر ، نثر یا  بل هر ادبی ژانر وی ،لومړى راځم هنری نثر ته چې هنری نثر څه ته ویل کېږی ؟

هنری او ادبی نثر هغه نثر ته وایی، چې هنری ارزښت یا هنریت ولری په هنری نثر کې لیکوال هڅه کوی، چې له بېلابېلو منظر کښنو ، انسانی خصوصیاتو ، روحیاتو، عاداتو ، حالاتو او داسې نورو مسایلو په الفاظو کې د انځورولو او نورو ته د وړاندې کولو لپاره له خپل تخیلی ځواک څخه کار اخلی . حالات ، واقعیتونه یا پیښې په الفاظو کې داسې رانغاړی چې لوستونکی یا اوریدونکې فکر کوی ،چې هر څه په خپلو سترګو وینی او ځان ورته په صحنه کې شامل ښکاری ،چې په پښتو ادبیاتو کې د هنری او ادبی نثر بیلګې دادی :  ناول ، رومان ، لنډه کیسه ، ادبی ټوټه ، ډرامه ، طنز ، داستان ، ادبی راپورتاژ، سفر نامه، ادبی لیکونه. دغو ژانرونه که له هره اړخه وڅېړو نو له لنډکی شعر سره اړخ نه لګوی نو په کوم اساس لنډکی شعر ته د هنری نثر نوم ورکول کېږی؟ که موخه د همدغه هنری نثر له ژانرونو څخه وی ، ځکه په پښتو ادبیاتو کې د هنری نثر په ژانرونو کې موږ همدغه ژانرونه پېژنو که له کوم بل ژانر څخه مو موخه وی نو موږ ته یې هم پېژندل اړین دی . د هنری نثر یوه بېلګه د الفت صاحب په دې لیکنه کې موندلى شو .

د غلو ‌ډیوه:

سپوږمۍ ورکه شوه ، ډېره تیاره وه ، غله په تورتم کې راغلل ، په کاله ننوتل . دوی خبر نه وو چې ښه ښه مالونه چېرته ایښی دی ، ځکه یې ډیوه ولګوله او مال یې لټاوه .

د کور و کلی خلکو چې رڼا ولیده ، راپاڅیدل ، د غلو مخه یې ونیوله او غله یې وپېژندل .

یوه وویل : له تورتم نه د غلو ډیوه هم ښه ده ، موږ غله په رڼا کې ولیدل او راویښ شولو .

هو ! موږ غلو راوېښ کړو .

زموږ په کور کې غلو ډیوه ولګوله .

د الفت کلیات (نوى سبک او
نوى ادب)

ځینې په دې اند دی چې: ( شعر کوتاه بشپړ شعر نه دى )

ځواب : لومړى راځو ګورو چې خپله شعر څه ته وایی ؟ که په دې برخه کې د الفت صاحب کلیاتو ته مراجعه وکړو بې ځایه به نه وی ، خو په دې هیله چې دغه مراجعه او د الفت صاحب خبرې په دې مانا وانه خیستل شی، چې زه بېرته د یو پخوانی منل شوی فکر پر وړاندې کولو په خپل فکر باندې د قبولیت ټاپه لګوم . نه، مطلب مې دا دى چې الفت صاحب د انتقادی ریالیزم لیکوال و او هغه وخت یې لیکل کول چې نړۍ کې د پوسټ مډرنیزم مفکوره خپره شوی وه، نو الفت صاحب هم د شعر په برخه کې ځینې یادونې کړی، چې انسان نوی بدلون او د تحول منلو ته اړ باسی، که هغه د شعر برخه کې وی یا د نثر؛ لکه چې وایی: (شعر یو داسې کلام ته وایی، چې پر زړه او احساس تاثیر کوی او په کلاسیکی تعبیر (بدیعی احساسات راولی) هغه، خو هرومرو شعر دی ، نو که ځینې نور شیان هم شعر وی ، وی به خو هغه شعر چې خلک پرې یو شاعر ستایی ، هغه همدغه څه دی او په الفاظو کې ځای لری . د دې شعر د عناصرو او اصلی اجزاوو په اړه ډېرې خبرې شوې ، چا په شعر کې وزن ډېر مهم جز بللى دی او چا ادبی صنعتونو ته په ډېره کمه اعتنا کتلی دی، پخوا به خلکو دغه شعری صنایع چې ځینې لفظی او ځینې مانوی دی ، د شعر په ماهیت او حقیقت کې داخل ګڼل ، خو اوسنی یې د شعر لباس او زیور بولی، همدا لامل دی، چې د پخوا وخت مبصرینو او منتقدینو دغو صنعتونو ته په اصلی نظر کتل او د شعر قیمت یې په همدغه معیار سنجاوه . د دوی په نظر کې ښه شعر هماغه و، چې کوم مانوی صنعت به په کې و یا به په کې له لفظی صنایعو کار اخیستل شوى و ،خو اوس څوک په  دغه راز جامو او کالیو نه غولیږی او د شعر ناوې په خپله ګوری، په دې کې څه شک نه شته چې یو ښه لباس په هر وخت کې هر چا ته ضرور دی او بې لباسه شیان ښه نه ښکاری ، خو لباس په هر وخت کې تغییر کوی او د زیب او زینت سامان وخت په وخت بل رنګ کېږی کله خلک اوږدې جامې اغوندی کله لنډې ، یو وخت بخۍ او چکنونه رواج وی بل وخت ساده لباس ښه ګڼل کېږی کله په کالیو کې ډېر افراط کېږی او کله بیا هغه پاېزېبونه او د سرو نتکۍ له رواجه ولویږی. شعر هم په دې وخت کې خپل لباس او زیور له پخوا نه بل راز اړولی دی او هغه ټول پخوانی کالی نه اغوندی که څوک یې په ډېر زور او تکلف ورواغوندی نو خلک یې نه خوښوی ، بلکې
عېب یې ګڼی .      نوربیا

ممکن است شما دوست داشته باشید