د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ویلی، چې هیواد یې د امریکا د بشپړې ترکیبی جګړې په وړاندې یو نوی ایتلاف جوړوی. ده زیاته کړې ده ،چې د یو ایتلاف تر جوړېدو پورې به روسیه، هند او چین د امریکا د ظالمانه بندیزونو په وړاندې ودرېږی او خپل مقاومت ته به دوام ورکړی. لاوروف څرګنده کړې، دا چې د امریکا جګړه به تر کوم وخته دوام وکړی وړاندوینه یې سخته ده، خو په پوره باور سره باید وویل شی چې د دې جګړې درانه عواقب به نه یوازې روسیه، چین او هند ،بلکې ټول هیوادونه احساس کړی. لاوروف زیاته کړې ده چې که چېرته امریکا په سیمه کې له خپلو سیاستونو لاس په سر نه شی نو پرته له شکه چې دوی به یې په خپل ټول توان سره په وړاندې مبارزه وکړی.