روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

لالیګا لیګ : ریل بیتیز؛ بارسلونا ته ماتې ورکړه

د هسپانیا په لالیګا فوټبال لیګ سیالیو کې د لړم به ۱۹مه د لیونل میسی په ګډون ریل بیتیز کلب لوبډلې د بارسلونا لوبډلې ته په ۴-۳ ماتې ورکړه.دغه سیالۍ ته چې د نړۍ مشهور لوبغاړی لیونل میسی هم له اوږدې مودې وروسته راستون شو، نوموړی دوه ګولونه ووهل، خو لوبډلې ته یې بریا ورنه کړه  او په پای کې یې له سختې لوبې وروسته په ۴-۳ سیالۍ وبایلله.د لوبې په لومړی سر کې بارسلونا لوبډلې غوره چانسونه له لاسه ورکړل، خو ریل بیتیز لوبډلې په ۲۰مه او ۳۴مه دقیقه کې دوه ګولونه ووهل او لومړۍ نیمایی یې په ۲-۰ پای ته ورسېدله.د لوبې په دویمه نیمایی کې بارسلونا لوبډلې ته په ۶۸مه دقیقه کې د پینالتی وهلو چانس په لاس ورغی چې لیونل میسی په زړه پورې ګول وواهه، وروسته په ۷۱مه دقیقه کې ریل بیتیز درېیم ګول وواهه، خو په ۷۹مه دقیقه کې ارټورو ویډال د بارسلونا له خوا دویم ګول وواهه.دغه مهال لوبه ۳-۲ روانه وه ، چې د ریل بیتیز له خوا په ۸۳مه دقیقه کې ۴م ګول هم ووهل شو، بارسلونا د لیونل میسی په مرسته په ۹۲مه دقیقه کې ۳م ګول وواهه او په وروستۍ دقیقه کې یې د ګول وهلو چانس له لاسه ورکړ او په دې سره لوبه د بارسلونا په ماتې په ۴-۳ پای ته ورسېده.د یادونې وړ ده ، چې د بارسلونا مهم او د نړۍ مشهور لوبغاړی لیونل میسی درې اوونۍ وړاندې د لوبې پرمهال ټپی شوی و ،چې د دې لوبې لپاره په لومړی ځل راستون شو او ۲ ګولونه یې ووهل، دا مهال بارسلونا لوبډله د لالیګا لیګ جدول په لومړی سر کې ده، په دویم نمبر اټلاټیګو میدرید لوبډله خو ریال میدرید لوبډله په شپږم نمبر ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید