روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قطر کې د سولې لپاره پېچلی مذاکرات

د تېرې سپټمبر له دوولسمې په افغانستان کې د سولې را وستو لپاره د افغان حکومت او طالبانو مرکچی پلاویو ترمنځ د قطر خبرو او مذاکراتو لړۍ پیل شوې، چې امریکا او نړیوالې ټولنې یې ملاتړ کړی او د افغانان په شمول نړیواله ټولنه ټینګار کوی چې سولې لپاره دې دا فرصت دې ښه وکارول شی! خو لکه څرنګه چې لیدل کېږی، د قطر خبرې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې دی، یوازې او یوازې د افغان حکومت او طالبانو مرکچی پلاویو د تماس ډلې سره وینی او خبرې کوی، چې څرنګه د مذاکراتو د پیل لپاره امکانات برابر کړی؟ داسې وېـیل کېږی، چې د تماس ډله هم نه ده توانېدلې، چې په یوه مشخص وخت کې د دې مذاکراتو د پیل لپاره پرېکړه وکړی! دغه حالت د مذاکراتو امکان تر سیوری لاندې راوستلی دی، د مذاکراتو له پیل وړاندې د سخت اختلافونو خبرې هم را برسېره شوې دی، خو دواړه لوری بیا هیله من دی، چې ګنې دا مذاکرات به حتمی یوې پایلې ته رسېږی! رسنیو ته هم همدا خبره کېږی، دواړه لوری په ښکاره توګه د خنډونو خبره نه کوی، خو هیلې یې لا مړاوې شوې نه دی، آن تر دې، چې خلکو او نړیوالې ټولنې ته همدا مرکچی پلاوی ډاډ ورکوی، چې زغم ولری ځکه د ډېرو په خبره دوی دواړو له صفر څخه د سولې مذاکراتو لړۍ پیل کړې ده. دا لړۍ به څومره نوره هم اوږده شی، دمه به پکې راشی او که څنګه؟ مالومه نه ده، خو طالب لوری ستړی نه ښکاری، ځکه کورونه یې هم په قطر کې دی، وخت ناوخت خپلو کورونوته ستنېږی، بل دا چې د مذاکراتو توده لړۍ نه ده پیل شوې،چې هغوی ستړی کړی، افغان حکومتی مرکچی پلاوی بیا د سولې تږی دی، د هغوی لپاره د لومړنیو مذاکراتو فرصت په لاس ورغلی او په دې تمه چې مذاکرات ژر پیل او ښه پایله ترې تر لاسه کړی، لا هم زغمی!

په همداسې حالت کې امریکا، چین او د سیمې او اروپا یو شمېر هېوادونه د دې لپاره تیاری ښکاره ښوودلی، چې د مذاکراتو د پیل لپاره منځګړیتوب وکړی او یا هم په خپل کوربه توب د مذاکراتو لړۍ پیل کړی، تر اوسه په دې اړه لا هم کومه پرېکړې نه ده شوې، خو افغانان د هغوی له دغه نېک نیت څخه د زړه له تله هرکلی او مننه کوی، دا ضروری ده، چې د یوه درېـیمګړی په شتون کې د مذاکراتو لړۍ ګړندۍ او د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل شی. په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر راس وېلسن وایی، چې متحد ایالتونه او نور هېوادونه د افغانستان د سولې له بهیر سره هرې هغې مرستې ته چمتو دی، چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچی پلاوی د سولې د خبرو د کړنلارې په اړه د بحث پر مهال د هغو اړتیا وینی. وېلسن وایی، په دوحه کې د سولې خبرې ښایی یو څه زیات وخت واخلی ځکه دواړه لوری له صفر څخه پیل کوی. وېلسن زیاته کړه د امریکا او د نورو هغو هېوادونو د نظریو منل، چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته کوی په خبرو کې په ښکېلو خواوو پورې اړه لری. هغه ووېـیل، امریکا دا لېوالتیا نه‌ لری چې پر مرکچی پلاویو خپل نظر تحمیل کړی، بلکې د اړتیا په صورت کې مرستې ته چمتو ده. دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد قطر ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو د سیاسی دفتر له مشر ملا برادر سره کتلی دی. د چین په شمول د سیمې او نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم د درېیمګړی په توګه د سولې په مذاکراتو کې د مهم رول لوبولو خبره کړې ده، هغوی وېـیلی، چې په خپل کوربه توب د سولې مذاکراتو لپاره د زمینو برابرولو ته چمتو دی، ځکه په افغانستان کې سوله هغوی ته مهمه ده.له درېـیمګړی پرته د سولې خبرې ښایی نورې هم اوږدې شی، په تېره بیا د دې لپاره سیمه ییزه اجماع ډېره مهمه ده، باید د دې اجماع د راټولېدا لپاره پوره کار وشی! خو څه چې مهم دی، هغه په افغانستان کې د اوربند لپاره پرېکړه ده، د دې غوښتنه په څو څو ځله شوې او یوځل بیا هم دا غوښتنه کوو، چې د قطر مذاکره ژر پیل او د اوربند لپاره پرېکړه وکړی، اوربند نه یوازې د سولې لپاره مهم شرط دی، بلکې د دواړو اړخونو لپاره حیاتی ارزښت هم لری، ځکه له دواړو غاړو همدا جګړه د سر او مال بیه اخلی، هغه بیه چې په هېڅ توګه جبرانېدونکې نه ده، د یوه طالب ځوان او همدا رنګه د یوه افغان سرتېری له منځه تلل سختې پایلې لری، د هغوی د کورنیو، خپلوانو، سیمې او دغه راز ټول افغانستان لپاره، دا وینه تویول ډېرې ژورې او بدې پایلې لری، د دې د مخنیوی لپاره باید په تعقل، تفکر او پیاوړی اسلامی او افغانی دریځ پرېکړه وشی او دا پرېکړه ضروری ده!

ممکن است شما دوست داشته باشید