روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قطر په افغانستان کې د لومړی ځل لپاره سفیر و ټاکه

د قطر د امیر په ۲۲ نمبر حکم کې راغلی، چې السید سعید مبارک الخیارین الهاجری د افغانستان لپاره د دې هېواد د فوق العاده سفیر په توګه ټاکل شویدا حکم چې دوه ورځې وړاندې خپور شوی په کې راغلی،  قطر  همداراز چین او مراکش ته سفیران ټاکلی.د افغان دولت چارواکی چې نه غواړی نوم یې خپور شی بی بی سی ته ویلی، افغان دولت هڅه کوی ،چې په افغان سوله کې د قطر لا ډېره مرسته او ملاتړ ترلاسه کړی. سرچینې زیاته کړې ،چې افغانستان کې د قطر سفارت په پرانیستل کېدو او کابل ته د قطر هوایی شرکت (قطر ایرلاین) الوتنو په پیلېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوی.قطر یوازېنی هغه هېواد دی، چې طالبان په کې رسمی دفتر لری او تر اوسه پنځه وارې د امریکا او طالبانو استازو په دې هېواد کې د سولې په اړه لیده کاته کړی.همداراز د طالبانو د سیاسی چارو مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم په قطر کې مېشت دى او هلته په رسمی ډول د نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو له استازو سره لیده کاته کوی.د طالبانو د دغه چارواکی وروستۍ لیدنه قطر کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رنتو مرسودی او د هغې له پلاوی سره وه.د قطر او ځینو عربی هېوادونو لکه سعودی او دبۍ ترمنځ اړیکې په ورستیو کلونو کې ترینګلې دی.د قطر دغو مخالفو هېوادونو سره افغانستان دوستانه اړیکې لری. د اماراتو الوتکې کابل ته تګ راتګ کوی او په دغه هېواد کې ګڼ افغانان په کار او سوداګرۍ بوخت دی. بل خوا هرکال لسګونه زره افغانان د حج او عمرې ادا کولو لپاره سعودی ته ورځی.په ورته وخت کې، سعودی عربستان افغانستان ته ځانګړی اهمیت لری او دې هېواد د افغان سولې په برخه کې څو وارې مثبت رول لوبولی او له طالبانو یې غوښتی چې په دې هېواد کې جګړه ودروی او سوله وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید