د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
قطر له امریکایی او افغان لوری د دوحې هوکړې د عملی کولو غوښتنه کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی ،خو تر څنګ یې له دواړو لورو غواړی چې د سولې شوو هوکړو ته درناوی وکړی.سرچینه وایی ،چې قطر په کابل کې تحولات له نږدې څاری او د دې هیله لری ،چې افغان حکومت هم پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړی او د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شاملو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ور نه کړی. قطر دغه راز وایی هڅه کوی ،چې په افغانستان کې د دایمی ثبات په راتګ کې موثر تمام شی او دلته د ناندریو او کشمکشونو د دوام مخه ونیول شی.