روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قزاقستان د مکروسافت د لینکډان اپلیکیشن بند کړ

قزاقستان  وړمه ورځ د مکروسافت شرکت د ټولنیزو اړیکو د لینکډان (LinkedIn) اپلیکیشن ته لاسرسی بند کړ.د مرکزی آسیا ددغه هېواد حکومت وېیلی، چې دا کار یې په دغه اپلیکیشن کې د آنلاین قمار خانو (کازینو) لپاره د اعلانونو او همداشان د جعلی حسابونو په وجه کړی دی.د قزاقستان د اطلاعاتو او ټولنیزې پرمختیا وزارت په اعلامیه کې وېیلی چې د لینکډان څخه یې غوښتی چې تر پوښتنې لاندې شیان لرې کړی، خو هغوی په دې کار کې پاتې راغلی دی.دغه وزارت وېیلی هر کله چې شکایت ختم شی د دې ټولنیز اپلیکیشن کاروونکی به بیرته ورته لاسرسی ومومی.په قزاقستان کې د آنلاین قمار لپاره اعلامونه غیر قانونی دی.په ګاونډی هېواد روسیه کې ،چې قزاقستان ورسره نږدې سیاسی او اقتصادی اړیکې لری د لینکډان اپلیکیشن د ۲۰۱۶م  کال راهیسې بند شوی دی.مسکو وېیلی وو ،چې دغه شرکت د اپلیکیشن د روسی کاروونکو حسابونه په روسیې کې موجود ددې شرکت انټرنیټی مرکز ته ندی انتقال کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید