روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

قانون مراعاتوونکی که ماتوونکی!؟

له کومې ورځې چې یو شمېر کسانو جمهوری ریاست ته خپل کاندیدان اعلام کړی، له همغې ورځې را وروسته له زیاترو سره یې دا فکر پیدا شوی، چې د جمهور رییس محمد اشرف غنی کاری دوره د اساسی قانون د ۶۱ مې مادې پر بنسټ، د جوزا یا غبرګولی میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی او باید قدرت پرېږدی.

د جمهوری ریاست یو شمېر کاندیدانو تېره اوونۍ د مطبوعاتی کنفرانس له لارې هغه کرښې هم روښانه کړې، چې پر بنسټ به یې جمهور رییس غنی واک پرېږدی او دوی به د یوې لویې سیاسی اجماع له لارې، ارګ ته یو کس ننباسی او تر هغو چې نوی ولسمشر ټاکل کېږی، یاد کس به د هېواد د چارو مشری کوی.

د یو ځوان په صفت چې زیات سرو کار مې له خلکو سره دی او ټوله ورځ د هېواد له هر ګوټ څخه د ځوانانو نظریات اورم، په څو دلیلونو د جمهوری ریاست د کاندیدانو وروستۍ طرحه او غوښتنه ناقانونه او د هېواد ملی ثبات او ګټو ته خطر پېښوی:

۱ ـ د جمهوری ریاست  کاندیدان څه غواړی؟

که چا جمهوری ریاست ته د هرکاندید وروستۍ اعلامیه او وړاندې طرحه لیدلې وی، لږ تر لږه څلور ځایه په کې راغلی چې حکومت باید له مخې پورته شی ! آیا د حکومت له پورته کولو د دوی هدف څه دی؟ واضح خبره ده،چې دوی له شخص سره مشکل نه لری، بلکې د شخص له نامه چې هغه محمد اشرف غنی دی په استفادې غواړی حکومت ړنګ کړی، ګډوډی رامنځته کړی او د زور او بغاوت له لارې واک تر لاسه کړی، ځکه دوی پوهېږی چې په ولس کې یې محبوبیت په صفر کې ضرب شوی او نور څوک پرې باور نه لری، یانې ولسی پایه نه لری.

۲ ـ د جمهوری ریاست کاندیدان قانون ته درناوی لری که قانون ماتوونکی دی؟

د کاندیدانو له لوری په تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلی چې جمهور رییس غنی دې واک د اساسی قانون د  ۶۱ مادې پر بنسټ پرېږدی او یو بې پرې کس دې د ټاکنو دپایلو تر اعلان وروسته د چارو مشری وکړی. که هر څوک د اساسی قانون یوشپېتمې مادې ته مراجعه وکړی هلته واضح ویل شوی: د برحاله جمهور رییس کاری موده له پنځو کلونو وروسته د غبرګولی په لومړۍ نېټه پای ته رسېږی او له همدې میاشتې به دېرش یا شپېته  ورځې مخکې ولسمشریزې ټاکنې وشی. د اساسی قانون په همدې ماده کې بیا راغلی که ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شی، د دوو کاندیدانو ترمنځ دې بیا ټاکنې وشی.

د اساسی قانون په یوشپېتمه ماده کې دا مواد نه دی ذکر شوی، که چېرې ټاکنې د میاشتو میاشتو لپاره وځنډېږی، نو ایا برحاله جمهور رییس به خپلو چارو ته دوام ورکړی او کنه؟

دا حالت استثنایی دی، کله ـ کله پېښېږی.

له حقوقی پلوه د غبرګولی له میاشتې وړاندې د ټاکنو د نه کېدو مسوولیت او پړه مستقیم  د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ور ګرځی. د اساسی قانون د ۱۵۶ مې مادې له مخې د ټاکنو کمېسیون په خپلو چارو کې خپلواک دی او د هر ډول ټاکنو د اداره کولو صلاحیت او مسوولیت لری ،خو د کمېسیون معاذیر هم د درک وړ دی.

د جمهوری ریاست کاندیدان قانون تر پښو لاندې کوی، هغوی د خپلواکې سترې محکمې پرېکړو ته درناوی نه لری. کله چې په جمهور رییس تور پورې کوی چې قانونی موده یې پای ته رسېدلې او دوی به خپل کس د نوی ولسمشر له ټاکل کېدو مخکې ارګ ته ننباسی، دغه کار په کوم قانون کې راغلی دی؟ له شک پرته چې د دوی هېڅ طرحه او وړاندیز له اساسی قانون سره اړخ نه لری، هر اقدام او طرحه یې سیاسی رنګ لری او غواړی خپل سیال ټاکنیز ټیم په بېلا بېلو نومونو وځپی.

کله چې دوی د زور او قانون خبره کوی، قانون خو همدا دی، چې جمهور رییس به د نوی جمهور رییس تر ټاکل کېدو پورې د چارو مشری کوی، دا حق ورته سترې محکمې ورکړی دی.

په هېواد کې دوه اساسی قوانین کله ځای لری؟ د جمهوری ریاست کاندیدان د ټولنې د عادی وګړو په حیث له خپلې ګېډې نامشروع قانون جوړوی او د سیاسی اجماع له لارې نوی کس ټاکی، دا په کوم قانون کې راغلی دی؟ البته که چېرې دلته د زور او بغاوت خبره کېږی، د هېواد سیاسی او امنیتی ثبات ته که هر ګواښ پېښېږی، مسوول به یې یوازې د جمهوری ریاست کاندیدان وی، نه ولسمشر غنی او یا نور چارواکی.

۳ ـ د غبرګولی له میاشتې وروسته جمهور رییس خپلو کارونو ته دوام ورکولای شی کنه؟

اساسی قانون د قوانینو مور یادېږی، د تعدیل مرجعو یې لویه جرګه ده؛ خو په ځینو حالتونو کې بیا سترې محکمې ته اساسی قانون قانونی واک ورکړی،چې ځینې مادې تفسیر کړی.

سترې محکمې له خپل قانونی واک څخه په ګټې اخیستنې او د هېواد دثبات او د چارو له ټکنی کېدو د مخنیوی په هدف د اساسی قانون ماده تفسیر کړې او ولسمشر ته یې دا صلاحیت ورکړی ،چې باید د نوی جمهور رییس تر ټاکل کېدو پورې د هېواد د هر راز چارو مشری وکړی.

سترې محکمې د جمهور رییس کاری موده نه ده تمدید کړې. د تمدید کلمې کارول ناسم دی.

اوس تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې څنګه په دې حساسو شرایطو کې د هېواد ثبات وساتو، د جمهوری ریاست کاندیدان باید له سر زورۍ تېر شی او هغو چې قانون یې په نظر کې نیولی دی، هغو ته دې درناوی وکړی.

فضل ربی شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید