روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فیروزی په دوو میاشتو کې۱۴میلیونه ډالر د کابل بانک پور پرې کړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابل بانک د پورونو ترلاسه کولو او تصفیې د پرمختګ د څرنګوالی په اړه غونډه جوړه شوه.په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې د کابل بانک د تصفیې کمېټې، د کابل بانک له پوروړو څخه د پورونو ترلاسه کولو د کاری پرمختګ په اړه راپور وړاندې کړ.د کابل بانک د تصفیې کمېټې مسوول وویل: موږ توانېدلی یوو ،چې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د ۱۲میلیونو ډالرو په ارزښت د کابل بانک د پوروړو جایدادونه مالیې وزارت ته انتقال کړو، دغه راز د ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پورونو د لېږد بهیر تر کار لاندې دی، چې مجموعاً ۲۵میلیونه ډالر ترلاسه شوی دی.دغه راز د یادې کمېټې مسوولینو د کابل بانک له یوه ونډه وال خلیل الله فروزی څخه د کابل بانک د پورونو ترلاسه کولو د پرمختګ په اړه ،چې له زندانه څخه د لېږد له ورځې تر دې مهاله تر څارنې لاندې دی، معلومات وړاندې کړل.کمېټې زیاته کړه: خلیل الله فروزی په خپلو یو شمېر ژمنو عمل کړی او ۱۴ میلیونه ډالر یې ورکړی ، همدارنګه له نوموړی څخه د ۱۸ میلیون ډالرو د ترلاسه کولو کار نهایی شوی او ژر به حکومت ته وسپارل شی.د یادولو وړ ده چې له هېواده بهر د کابل بانک د پوروړو د جایدادونو د ترلاسه کولو لپاره هم کار روان دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید