روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او کائنات

نولسمه برخه

سردار ناطق الحق (امن)

د بوډۍ ټال: کله چې باران اوریږی،نو تاسو به هرو مرو په آسمان کې اوه رنګنه لیندۍ لدلې وی چې؛ په نیمه دایره له ځمکې سره نښلی؛ څوک یې شنه سره زرغونه بولی، څوک د بوډۍ ټال او ځینې ورته رنګین کمان وایی، چې دغه نوم زیاتره په فارسی کې ورته کاریږی.

کله چې باران اوریږی او آسمان لږ چوله غوندې وی؛ ینې د لمر څه ناڅه وړانګې له ورېځو را تېرې او ځمکې ته راکوزې شی، یا د باران پر څاڅکو ولګېږی، نو دلته یو ډول کمان جوړ شی! چې له اوو رنګونو جوړ وی، مګر روښانه او جوت رنګونه یې یوازې سره، شنه او زرغون وی؛ ځکه خو په ځینو محلی لهجو کې شنه او سره زرغونه ورته ول کېږی.

په هر حال… پوښتنه دا ده چې: دغه کمان یا رنګینه لېندۍ څه ډول رامنځته کېږی ؟ ځواب: کله چې د لمر او د باران څاڅکی یو ځای شی، نو موږ ته شین رنګنه لېندۍ ښکارېږی. څومره چې زاویه تغیر کوی، په همغې کچه رنګ هم ورسره تغیرېږی؛ ینې که له یوې زاویې ورته وګورو، یو رنګ راته ښکاری او که له بلې ورته وګورو، بل رنګ.

دغه رنګونه د اوبو د مالیکولونو د یوې مجموعې (چې د یوه څاڅکی په توګه ځمکې ته راځی) په منځ کې د لمریزو فوتونونو د انکسار او انعکاس له امله رامنځته کېږی چې له مختلفو زایو څخه د لیدلو پر مهال مختلف رنګونه هم موږ ته ښیی؛ ینې: د اوبو څاڅکی د لمر د فوتونونو په مقابل کې عیناً د منشور په توګه کار کوی.

ویل کېږی چې: که څوک له پاسه دغې رنګینې لیندۍ ته وګوری،نو پوره دایره غوندې ښکاری؛ ګواکی: له پاسه داسې ښکاری، لکه پر ځمکه چې همواره پرته وی، مګر د ځمکې له خوا بیا موږ ته وه عمودی لیندۍ ښکارېږی نه افقی.

پخوا داسې افسانوی افواهات هم وو چې ویل به یې: که څوک له دغې رنګینې لېندۍ څخه واوړی نو جنسیت یې بدلېږی (ښځه نر ګرځی او نر ښځه) بد خو یې هم چندان نه دی ویلی ځکه چې: دغه لېندۍ ځانګړی موقعت نه لری او د انسان له حرکت سره یو ځه دا هم حرکت کوی، نو څه ډول به سړی ترې واوړی! معنې دا چې (د دوی په عقده هم) دا کار داسې غیر ممکن و لکه: د جنسیت بدلون. که څه هم چې اوس په ځینو طبی څېړنو کې دا ډول ادعاوې هم شوې چې وایی: د ښځې او نرـ تناسلی آلات یې سره اړولی دی؛ مګر زه لا تر اوسه د جنسیت بدلون ته غاړه نه ږدم او نه یې منلای شم. والله اعلم!

ممکن است شما دوست داشته باشید