روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او کائنات

سردار ناطق الحق (امین)

رعد او برق: موږ او تاسو لیدلی چې کله باران اورېږی نو د آسمان لوری ته یو ډول تیت او خواره غږونه، همدا راز د آس د قمچینې په ډول یو قسم رڼاګانې هم ورسره پیدا شی چې په قرآن کریم کې رعد او برق، همدا راز صاعقه ورته ویل شوی دی او په عامیانه اصطلاح کې تندر او د آسمان تنېدل هم ورته وایی.

د دغو واقعاتو په هکله مو هم په ماشومتوب کې (لکه د زلزلو) ډول ډول خبرې آورېدلې چا به ویل چې: عزرائیل (علیه السلام) د اور قمچینه په لاس کې اخیستې او وریځې پرې وهی او کوم غږونه چې زموږ تر غوږونو راځی، دا د همغې ملائکې تُندې او قهرجنې خبرې دی چې وریځو ته یې کوی، چا به څه ویل او چا څه…

هو! دا مو په کتابونو کې لوستی چې: د اورښتونو دنده د حضرت عزارئیل (علیه السلام) نه! بلکې د حضرت میکائیل (علیه السلام) پر غاړه ده او همغه دی چې؛ وریځو ته د حرکت، سکون او توقف امر کوی؛ یعنې چې کله هم د الله پاک پر کومه ساحه د باران اورولو خوښه شی، هغه ځای ته حضرت میکائیل (علیه السلام) وریځې هدایت کوی. والله اعلم! په دې هکله زه ډېر معلومات نه لرم، ځکه خو نه غواړم چې نور بحث پرې وکړم، نو زموږ یې فعلاً له فزیکی څرنګوالی سره کار دی نه یې له دینی بُعد سره.

کله چې په آسمان کې وریځې راپیدا او بارانونه پیل شی، نو په غه حالت کې وریځې منفی او مثبت الکترونیکی بارونه هم رامنځته کوی، چې مثبت یې له وریځو پورته او د وریځو په منځ کې جمع کېږی، مګر منفی یې بیا د مځکې (یعنې د ورځې لاندې) خوا ته سره ټولېږی، دغه الکترونونه د باران او ږلۍ له شدت سره قوی کېږی، قوی کېږی… تر دې چې؛ د تخلیې لپاره ځان ته د مناسب ځای په لټه کې شی؛ اوس نو که چېرې کومې وریځې خپل بارونه بلې ته ور خالی کوی، نو په دغه وخت کې د برق جریان رامنځته کېږی چې؛ رعد (یعنې وېروونکی غږونه) هم ورسره پیدا شی؛ یاد غږونه د سړې او ګرمې هوا د مالکولونو د ټکر له امله رامنځته کېږی؛ خو که چېرې دغو بارونو ځان ته د تخلیې لپاره مځکه انتخابه کړه، نو صاعقه رامنځته کېږی، چې قوت یې له برقه زیات دی او رعد هم ورسره وی، خو ځینې وختونه بد عواقب هم لری او هغه دا چې: که چېرې انسان په کوم فلزی شی کې ناست وی لکه: په موټر، الوتکه او یا داسې نور څه کې… یا هم کوم فلزی شی له ځان سره ولری لکه ساعت، هار او داسې نور… شیان او په دغه وخت کې د الکترونیکی بار د تخلیې هدف وګرځی، نو آن د مرګ خطر یې هم شته! ځکه چې؛ په دغه وخت کې د برېښنایی جریان د حرارت درجه له ۱۵۰۰۰ سانتګرادو څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې رسېږی، چې ځینې وختونه آن تر دې لا هم اوړی! یعنې په یوه ملی ثانیه کې د حرارت درجه د سانتګراد په حساب تر ۳۰۰۰۰ ډېرېږی، همدا راز! په دغه وخت کې الکترونیکی یا برېښنایی جریان له ۱۰۰۰۰ څخه نیولې بیا تر ۴۰۰۰۰ آمپیرو پورې رسېږی، چې په عادی حالاتو کې د برق د تحمل جریان له سوونو څخه نه اوړی.

مطلب که چېرې الکترونیکی بارونه د وریځو په منځ کې ټکر سره وکړی برق ورته وایی او که یې له مځکې سره ټکر وکړ،نو صاعقه ده. د صاعقې په وخت کې باید ځانونه د دېوالونو، کوټو او ونو خواوو ته غلی کړو، همدا راز باید له فلزاتو سره هم په دغه وخت کې مخه ښه وکړو ګنې نو هر څه چې را پېښ شول مسؤلیت به یې زموږ پر خپلو غاړو وی.

رعد، برق او صاعقه که څومره مضر دی هومره څه چې بلکې اضافه ګټې هم لری او هغه داسې: کله چې رعد او برق رامنځته کېږی، نو د زیات حرارت له امله د هوا فشار کمېږی او بارانونه مځکې ته هوسا او پر وخت را رسېدلای شی.

ـ سمی مواد له منځه وړی.

ـ د اوبو په تراکم کې د اکسجن برخه زیاتوی چې د مځکې په احیا کې رغنده رول لری. تجربه شوې چې: کوم کال رعد، برق او صاعقې زیات وی زراعت هم په هغه کال کې ښه راځی، باالعکس! کوم کال چې رعد او برق نه وی نو په هغه کال کې د زراعت مزه هم چندان نه احساسېږی، همدا راز… کېدای شی ډېرې ګټې نورې هم ولری چې موږ اوس نه یو پرې خبر، ځکه چې:

الله پاک هېڅ شی هم زموږ په زیان نه دی پیدا کړی، مګر هغه چې ترې منع کړی یې یو! هغه هم زموږ د ګټې لپاره پیدا شوی وی، خو موږ یې د کارولو په څرنګوالی کې افراط کوو او یا هم متغیر او نامناسب عمل تر سره کوو ځکه مو الله پاک ترې منع کوی،چې زموږ ځانونو، ټولنو او یا نسلونو ته زیان و نه رسېږی. په هر حال! کوم کارونه چې موږ ته الله پاک روا کړی په هغو کې زموږ ګټه ده او له کومو څخه یې چې منع کړی یوو ارو مرو مو زیان شته په کې، چې پر ځینو یې پوهېږو او پر ځینو نه! نو ښه به دا وی چې: فقط د الله او د هغه د نازنین پیغمبر اوامرو ته غاړې کېږدو او له نواهیوو څخه یې ځانونه وژغورو. نور په بله برخه کې ان شاءالله

ممکن است شما دوست داشته باشید