روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او کائنات

شپاړسمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

فصلونه څه ډول رامنځته کېږی؟

د ځمکې هر کال دغه څلور فصلونه لری : پسرلی، اوړی، منی او ژمی.

د لمر پر شاوخوا د ځمکې یوه کامل دور ته د ځمکې کال ویل کېږی او همدغه کال پاسنی څلور مختلف فصلونه رامنځته کوی.

خو په نورو سیارو کې کالونه،  ورځې او فصلونه بل ډول دی (!)

په هر فصل او د هر فصل په سر او پای کې شپې او ورځې د یخنۍ او ګرمۍ، همدا راز د اوږدوالی په حساب – توپیر سره لری.

د بېلګې په توګه: په اول د وری (حمل) او په اول د تلې (میزان) شپه او ورځ سره برابرې (یعنې دواړه یې دوولس – دوولس ساعته) وی.

د غبرګولی (جوزا) آخرنۍ ورځ او د لیندۍ (قوس) آخرنۍ شپه هم په اوږدوالی کې سره برابرې وی.

دا نورې یې تاسو سره مقائسه کوئ!

یعنې د وری له لومړۍ ورځې وروسته، شپې لنډېږی او ورځې اوږدېږی؛ تر دې چې د غبرګولی (جوزا) آخرنۍ ورځ د کال له ټولو اوږده ، مګر شپه یې بیا د کال له ټولو لنډه شی.

له همدغې ورځې (آخرنۍ د غبرګولی) بیا شپې په اوږدېدو او ورځې په لنډېدو شی، تر دې چې د لیندۍ آخرنۍ شپه له ټولو اوږده، خو ورځ یې بیا له ټولو لنډه شی؛ چې دغې اوږدې شپې ته د ((یلدا)) شپه هم وایی.

اوس پوښتنه دا ده؛ چې یاد توپیرونه څه ډول رامنځته کېږی؟ یعنې فزیکی څرنګوالی او علمی توجِه یې څه ده؟

مخکې مو یادونه کړې وه ،چې (د ځمکې کُره دوه حرکتونه لری؛ یوه ته یې وضعی او بل ته یې انتقالی حرکت وایی، همدا راز د شمالی او جنوبی په نومونو دوه قطبونه هم لری) نو کله چې ځمکه د انتقالی حرکت په حالت کې وی، دا مهال د شمال او جنوب تر منځ له فرضی کرښې سره (چې یوه صفری کرښه فرض شوې) درویشت نیمې (°۲۳.۵) درجې زاویه جوړوی! یاده زاویه د کال په ټول دوران کې تغییر نه کوی او همدغه زاویوی استقرار  دی چې د فصلونو د تغیر لامل ګرځی.

یعنې که چېرې د ځمکې د محوری دور زاویه د فرضی کرښې پر عمود یا افق وای؛ موږ به تل یوازې یو فصل لرلای! نو همدغه میل دی چې موږ په کال کې د څلورو مختلفو فصلونو شاهدان یو.

ژور فکر وکړئ! مدیریت حساس او د انسانانو له وس وتلی!!! نو باید چې د داسې طرحو، نقشو او د اداری نظم د اصلی طراح، مهندس، انجنیر او مدیر په لټه کې شو (چې همدغه طراح او… ته موږ الله وایو) نور په بله برخه کې… ان شاءالله!

ممکن است شما دوست داشته باشید