روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او کائنات

اووه ویشتمه برخه

سردار ناطق الحق ((امین))

نڅوړ: سم فکر پکې وکړئ! د الله قدرت دومره وړوکی مه بولئ لکه دا په سترګو یې چې وینئ؛ یعنې یو غوری د لمر کتله، یو قاب سپوږمۍ، دا له پاسه نسکوره تکه شنه کاسه او په منځ کې یې د ستوریو رڼې ګلمېخۍ.

نه نه؛ داسې نه ده! زموږ د خالق د قدرت تصوُر زموږ په حافظه کې بالکل نه ځاییږی او نه زموږ خیال د سیر وس پکې لری. اوس نو هرو مرو ووایاست چې: سبحان الله و بحمده، سبحان الله العظیم! خالق مو څومره لوی قدرت لری او کائنات څومره وسیع دی!  یاد خو به مو وی چې ومو لوستل: ((ځمکه یو ترېلیون کیلومتره مکعبه او د مشترې سیاره دیارلس سوه [۱۳۰۰] وارې له ځمکې لویه ده)) بیا مو دا پسې ولوستل چې: د شمسی منظومې آتمه سیاره (نپتون) څلور زره پنځه سوه میلیونه  کیلومتره له لمر څخه لرې ده، دا مو هم ولوستل چې: د ټولې شمسی منظومې نهه نوی اعشاریه اته سلنه  یوازې د لمر کتله جوړوی او پاتې صفر اعشاریه دوه سلنه  یې ټول منظومی اجرام دی.

نو دغې خبرې ته هم سم پام وکړئ چې: ټوله شمسی منظومه په کیهان کې تخمیناً داسې ښکاری؛ لکه یوه ذره په ځمکه کې! ځکه چې: یوازې زموږ د کهکشان ډبلوالی زر او اوږدوالی یې دوه سوه زره نوری کاله دی، بیا چې ټول کیهان لس تریلیونه کهکشانونه ولری نو خود به شمسی منظومه پکې د ((ذرې)) په اندازه ښکاری.

او اې! تاسو یو ځل شاته لاړ شئ او هغه د شمسی منظومې ژۍ وګورئ چې له مرکز نه څومره لرې وه! بیا یې ضرب د دوو کړئ او د لمر د کتلې قطر هم پرې ور جمع کړئ، له دې ټولو وروسته نو فکر پکې وکړئ چې: منظومه یوه ذره شی؛ نو کیهان به څومره لوی وی؟ دا هم یاد ولرئ چې: په کیهان کې ټولټال لس تریلیونه کهکشانونه اټکل شوی دی.

ګورئ! ((اټکل شوی دی! )) یعنې فقط د انسان د فهم برابر یو تخمینی ادراک دی؛ ګواکی له دې هم زیات دی. ښه نو! اوس راځو دې خبرې ته؛ چې زه خو یقیناً د فضائی کائناتو تحقیق بدل کړی یم او هغه داسې: ما له دوه کاله فضائی تحقیق او تحلیل وروسته دا نتیجه تر لاسه کړه چې ووایم (د الهی عظمت تصوُر لا د انسان له وسې تېر دی، وار خو یې د بشپړو حقائقو لیدل، اورېدل، لمس کول او یا هم سم پرې پوهېدل دی)

مطلب! موږ انسانان د دې لپاره نه یو پیدا شوی چې ټوله هستی درک کړو.

زما اوس کلک یقین دی؛ چې په هره سیاره، ستوری، سپوږمۍ او هر سماوی جِرم کې داسې مخلوقات خامخا شته چې؛ د یوه الله عبادت به کوی، خو موږ نه یو پرې خبر.

زه اوس ټینګ باور لرم چې: په مشتری کې هم د الله پاک داسې بندګان موجود دی؛ چې هر څه یې له موږ نه بېل او مخصوص الهی قوانین ورته وضع شوی، خو زما په ګمان که چېرې دوی ځمکې ته راشی او اکسېجن تنفس کړی، یا کومې بلې یخې سیارې ته لاړ شی ځای پر ځای مړه کېږی؛ یعنې دوی به جوړ شوی داسې وی؛ چې فقط ګازات او فضائی ګردلې تنفس کړی، نه اکسېجن. ممکن د دوی به همغه زهری مواد (چې موږ وژنی) کافی انرژی وی او یوه الله پاک ته به مخلصانه عبادت پرې کوی. خو دا چې موږ د هغوی سیارو ته (د مختلفو دلائلو له امله) نږدې نشو ورتللای، ممکن د دې یو علت دا هم وی چې: الله پاک هغوی زموږ له شر څخه ساتی، ځکه چې انسان ته خو الله پاک په قرآن کریم کې (ظلوم او جهول) ویلی.

زه یقین لرم؛ چې په هره سیاره او ستاره کې (د دوی له فزیکی بدلون سره سم) الله پاک مخلوقات پیدا کړی؛ لکه په ځمکه کې؛ چې څوک به د رب اطاعت کوی او څوک به ترې بغاوت.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ممکن است شما دوست داشته باشید