روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او د کائناتو وُسعت

سردار ناطق الحق (امین) عطارُد: د شمسی منظومې تر ټولو وړوکې سیارې ته عطارد وایی؛ دغه سیاره د لمر کِتلې ته (د نورو په نسبت) بیخی نږدې ده، ځکه خو هم د لمر ګاونډۍ او هم لومړنۍ سیاره ورته ویل کیږی. عطارُد له لمر څخه شاوخوا آته پنځوس میلیونه (۵۸۰۰۰۰۰۰) کیلومتره لیرې ده. د دغې سیارې سطحی مساحت (۰.۱۰۸) برابره د ځمکې ښوول شوی او محوری انحراف یې هم بیخی کم دی. عطارد یوه ډبرینه سیاره ده چې د ځمکې په توګه لوړې او ژورې لری. د عطارد بهرنۍ سطحه جامده ده، په حجم او فزیکی جوړښت کې د ځمکې له سپوږمۍ سره بیخی ډېر مشابهت لری. عطارد هېڅ کړۍ او سپوږمۍ نه لری. له دې امله چې عطارد، لمر ته ډېره نږدې سیاره ده- نو ځکه یې کال د ځمکې له آته اتیا (۸۸) ورځو سره برابر دی، یعنې یو کال یې د ځمکې (دوې ورځې کمې) دری میاشتې کیږی؛ مګر یوه ورځ یې بیا له آته پنځوسو (۵۸) ورځو د ځمکې سره برابره ده؛ ګواکی دوې ورځې کمې دوې میاشتې د عطارد یوه ورځ کیږی. د دغې توپیر علت دا دی؛ چې مداری کړۍ یې وړه او محوری حرکت یې بیخی ورو دی؛ ځکه خو یې کال د ځمکې له کال څخه وړوکی او ورځ یې ترې لویه ده. عطارد اتمسفر (atmosphere) نه لری او لمر ته هم بیخی نږدې ده، نو له همدې امله یې د ورځې له خوا د تودوخې لوړه درجه (د سانتګراد په حساب) شپږو (۶۰۰) سوو ته خیژی، حال دا چې قطبی دماء یې د ورځې هم منفی دری نیوی (°۹۳-)درجې وی! مګر باالعکس! د شپې له خوا منفی څلور سوه اووه ویشتو (°۴۲۷-) درجو ته کښته کیږی هم ! یعنې د عطارد په یوه شپه + ورځ کې، هم د زوب حالت رامنځته کیږی او هم د شدید انجماد. سبحان الله!!! فکر وکړئ! چې په سلو درجو (د سانتګراد) کې اوبه ځوښیږی ، نو په شپږو (۶۰۰) سوو درجو کې به څه حال جوړ شی؟ باالعکس! چې په صفر (۰) درجه کې اوبه کنګل کیږی، نو چې له صفر څخه څه باندې څلور سوه (۴۲۷) درجې کښته شی، هلته به بیا څه حال وی؟ عیناً تود او سوړ دوزخ!!! دا ټول په یوه شپه او یوه ورځ کې د عطارد حال دی! د عطارد حجم: د دغې سیارې شعاع (نیم قطر) دوه زره څلور سوه څلوېښت (۲۴۴۰) کیلومتره اټکل شوې ؛ یعنې قطر یې څلور زره آته سوه اتیا (۴۸۸۰) کیلومتره دی. د سیر او حرکت سرعت یې: عطارد په یوه ثانیه کې اووه څلوېښت زره (۴۷۰۰۰) کیلومتره (د لمر پر شاوخوا) مزل کوی. د سوره النمل ۸۸ نمبر آیه کریمه وګورئ! هلته د غرونو حرکت ته اشاره شوې، عطارد هم غرونه لری، همدا راز د سوره الانبیاء ۳۳ نمبر آیه مبارکه وګورئ! هلته هم د ستورو حرکت یاد شوی. عطارد د طلوع او غروب پر مهال (پرته له وسائلو څخه) لیدل کیږی؛ یعنې که لږ ورته ځیر شئ لیدلای یې شئ. آیا هلته ژوند ممکن دی؟ د یادې سیارې پر سطحه د ژوند کولو هېڅ امکان نشته او نه هم کومه نښه پرې لیدل کیږی، ځکه چې په مثبت شپږ سوه (۶۰۰) او منفی څه باندې څلور سوه درجې دمائی اختلاف کې د انسان لپاره ژوند کول ناممکن دی. نوټ: که هر څوک پر فضائی سیر او سفر باندې یقین نه لری، هغه ته پکار ده چې د سوره الرحمن ۳۳ نمبر آیه مبارکه (له ترجمې او تفسیر سره) وګوری. نور په بله برخه کې… ان شاءالله!

ممکن است شما دوست داشته باشید