روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او د کائناتو وُسعت

 درېمه برخه

سردار ناطق الحق (امین) زهره: د شمسی منظومې دویمې سیارې ته زهره وایی ؛ دغه سیاره د عطارد او ځمکې تر منځ واقع شوې. زهره له لمر څخه شاوخوا یوسل آته (۱۰۸۰۰۰۰۰) خو له عطارد څخه بیا حدوداً پنځوس میلیونه (۵۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره لیرې ده. زهره هم لکه عطارد، ځمکه او مریخ- یوه ډبرینه سیاره ده چې لوړې -ژورې، اورشندی(آتشفشانونه) او داسې نور… طبعی واقعات هم لری. زهره په فزیکی جوړښت کې له ځمکې سره بیخی ډېر شباهت لری او حجم یې هم تخمیناً ورسره برابر دی! ځکه خو د ځمکې په خور سره مشهوره ده. له دې امله چې له عطارد څخه وروسته زهره لمر ته ډېره نږدې سیاره یادیږی -نو ځکه خو یې ګرمی په آسانۍ سره سرب ویلې کولای شی! یعنی د حرارت درجه یې (د سانتګراد په حساب) څلورسوه پنځه شپېته (۴۶۵) ده. دغه سیاره هم لکه (عطارد) هېڅ کړۍ او سپوږمۍ نه لری. زهره له لیرې سپینه ښکاری! مګر کله یې چې له مخ څخه د جوّ حجاب لیرې کړل شی (چې له دوه ډوله ګاز [دیوکسید او سلفور] څخه ډک دی) نو سم جهنم غوندې معلومیږی. د زهرې یو کال د ځمکې له دوه سوه پنځه ویشتو (۲۲۵) ورځو سره برابر دی، یعنې یو کال یې د ځمکې اووه نیمې میاشتې کیږی. د زهرې وضعی حرکت د ځمکې د حرکت خلاف او ضمناً ورو دی، نو له همدې امله! د زهرې یوه ورځ د ځمکې له دوه سوه څلور څلوېښتو (۲۴۴) ورځو سره برابره ده ( یعنې د زهرې یوه ورځ د هغې له یوه کال څخه لویه راځی). د یادې سیارې د هوا فشار د ځمکې د فشار په تناسب دوه نیوی (۹۲) برابره دی. پر دغې سیاره انسان (پرته له فضائی جامو څخه) یوازې یوه ثانیه ژوند کولای شی. مخکې مو یاده کړه چې: (د زهرې اتمسفر له دیوکسید او سلفور ګازاتو څخه مالامال دی) نو ځکه خو بارانونه هم اسید سلفوریک پکې اوریږی. اټکل کیږی چې: په دغې سیاره کې اول اوبه موجودې وې، مګر د حرارت په زیاتېدو سره یادې اوبه په ځوښ راغلې او (د شدیدو لمریزو توپانونو له امله) بیا د سیارې له جوّ څخه هم ووتې. آیا هلته ژوند ممکن دی؟ د یادې سیارې پر سطحه د ژوند کولو هېڅ امکان نشته او نه هم کومه نښه پرې لیدل کیږی، ځکه چې په مثبت څلور سوه پنځه شپېته (۴۶۵) درجې دمائی حالت کې د انسان لپاره ژوند کول بیخی ناممکن دی او بله دا چې: هلته نه اوبه شته او نه هم اکسیجن! نو څرنګه به انسان ژوند پکې وکړای شی. نور په بله برخه کې… ان شاءالله!

ممکن است شما دوست داشته باشید