روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فضا او د کائناتو وسعت

سردار ناطق الحق (( امین ))

زحل: د شمسی منظومې شپږمه سیاره د زحل په نامه یادېږی چې موقعیت یې د مشتری او اورانوس تر منځ دی. زحل په شمسی منظومه کې له مشتری وروسته له ټولو ستره ګازی سیاره ده چې له هیلیوم او هایدروجن څخه جوړه شوې.

زحل هم لکه مشتری سطحه نه لری، ځکه چې له ګازونو څخه تشکیل شوې ده او په جنوبی قطب کې یې، یوه کامله شپږضلعی هم شته چې قطر یې دوه برابره د ځمکې اټکل شوی، په دغه قطب کې تل وحشتناک توپانونه الوزی چې لامل یې د دغې سترې سیارې سریع محوری حرکت بلل شوی دی.

حجم د زحل څه کم اته سوه تریلیونه کیلومتره اټکل شوی (یعنې؛اته سوه برابره د ځمکې.

د لمر او زحل تر منځ اوسطه اندازه څوارلس سوه دېرش میلیونه (۱۴۳۰۰۰۰۰۰۰) کیلومتره ښوول شوې ده.

د زحل دروندوالی له ځمکې څخه یو څه زیات دی؛ یعنې یو اعشاریه صفر پنځه شپېته  برابره، مګر جرم یې بیا پنځه نوی برابره د ځمکې اټکل شوی دی.

ویل کېږی چې یاده سیاره په شمسی منظومه کې له ټولو کم وزنه سیاره ده او که چېرې زحل پر اوبو کېښوول شی، نو اوبه یې نه غرقوی! دا ځکه چې: مالیکولونه یې د اوبو له مالیکولونو سپک دی، لکه د لرګی.

تاسو وګورئ! که یوې خوا ته د لرګی وزن زر کیلو وی او بلې خوا ته د ډبرې وزن تش لس ګرامه؛ خو بیا به هم ډبره په اوبو کې ډوبیږی مګر لرګی نه! دا ولې ؟ ځکه چې: د لرګی مالیکولونه د ډبرې له مالیکولونه سپک دی، مګر د ډبرې بیا له لرګی او اوبو دواړو درانه دی.

دا چې د زحل محوری انحراف له ځمکې سره څه نا څه ورته والی لری، نو ځکه خو څلور منظم فصلونه پکې شته؛ یعنې محوری انحراف یې اووه ویشت اعشاریه دری اویا  درجې دی.

د زحل یوه شپه او ورځ لس ساعته او څلوېښت دقیقې  ده، مګر کال یې بیا نهه ویشت نیم برابره د ځمکې دی. د زحل دماء منفی دری دېرش (۳۳-) درجې د سلسیوس اټکل شوې او د باد سرعت یې په یوه ساعت کې اتلس سوه (H/1800) کیلومتره ښوول شوی دی.

زحل له پنځوسو زیاتې سپوږمۍ لری. زحل یو بل او بېل خصوصیت دا هم لری چې: پر شاوخوا یې سترې ډبرینې او یخینې کړۍ را څرخېدلې، چې له میلیونونو تیږو او یخی ټوټو څخه جوړې شوی دی، د یادې سیارې په دغې ځلېدلې کړۍ کې داسې ډبرین قطعات سره یو ځای شوی، چې وړوکی یې د ریګی دانو او غټ یې حدوداً د یوې کوټې په اندازه کشف شوې دی.

یادې کړۍ اټکلاً څلورپنځوس زره (۵۴۰۰۰) کیلومتره بر، مګر یوازې یو (۱) کیلومتر ضخامت (ډبلوالی) لری.

که څه هم زحل په ټوله شمسی منظومه کې ښکلې او ښاسته ښکاری، خو نه داسې نه ده! زحل یوازې له لرې ښه ښکاریږی، مګر کله چې سړی ورنږدې شی نو هېڅ ښکلا نه لری؛ بلکې له ټولو منظومی سیارو (موږ ته) ښاسته سیاره ځمکه ده چې ژوند پرې کوو؛ دا مو خپل رب احسان راسره کړی او باید مننه ترې وکړو، چې هغه (مننه) عبارت له مخلصانه سجدو او قعدو څخه ده.

نور په بله برخه کې ان شاءالله

ممکن است شما دوست داشته باشید