روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

فرانسې او جرمنی د اوکراین په ختیځ کې انتخابات غیر قانونی بللی

فرانسې او جرمنی د اوکراین په ختیځ کې د روسی پلوو بېلتون‌پالو تر کنټرول لاندې سیمو کې د وړمې ورځې انتخابات غیر قانونی بللی.د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمنی صدراعظمې انګلا مېرکل ویلی دی، چې دا انتخابات د اوکراین مځکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راولی.د اوکراین حکومت او نړیوالو ملاتړو یې ویلی، چې دا انتخابات به د اوکراین د ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو مخه ونیسی، خو روسیه وایی: د اوکراین د ختیځ دونیڅک او لوهانسک سیمو د مشر د ټاکلو لپاره انتخابات په دغو سیمو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د مېنسک د اوربند له موافقې څخه سرغړونه نه‌ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید