د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معیین فاضل سانچارکی پرون د کېبلی رسنیو د اتحادیې له یوشمېر غړو سره په غونډ ه کې وویل: چې د کېبلی شبکو د فعالیت مقرره چمتو او پړاوونه یې بشپړېږی . په دې غونډه کې برخه والو د کېبلی شبکو د فعالیت د مقررې په تطبیقولو ټینګار وکړ او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه یې وغوښتل چې په دې باب پاملرنه وکړی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معیین فاضل سانچارکی د رسنیو د مالیاتی جریمو د معافیت په باب خبرې وکړې او ویې ویل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پیل څخه دغې مسئلې ته متوجه و او د کېبلی شبکو فعالیت مقرره به چمتو کړی. سانچارکی په ټینګار سره وویل: مالیاتی جریمې چې د هېواد د جمهور رییس د حکم له مخې په سلوکې سل بخښل شوې دی، باید د زمری د میاشتې تر نهمې نېټې پورې تحویلې شی، له دې پرته ښایی د یوشمېر کسانو بې پروایی د نورو ستونزو د رامنځته کېدو سبب شی . په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د ریاست مرستیال سید محمود راد وویل چې په ټول هېوادکې ٢٠٧ کېبلی شبکې شته چې یوازې شپږ شبکې یې په رسمی ډول ثبت شوې دی چې باید خپل جواز ثبت او یا نوی کړی. د کېبلی رسنیو د اتحادیې رییس محمد هاشم پاکزاد د رسنیو او شبکو د مالیاتی جریمو د بخښنې په لاره کې د هېواد له جمهور رییس او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې د کېبلی شبکو د مقررې تدوینولو ته دې پاملرنه وشی .