روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غواړو هر کور ته انټرنېټ او مخابراتی خدمتونه ورسوو

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی: پلان لری په هغو ټولو ساحو کې مخابراتی سایټونه فعال کړی ،چې په تېرو شلو کلونو کې پکې هېڅ راز مخابراتی خدمتونو وجود نه لاره. د یاد وزارت د مسئولینو په خبره، دا وزارت په پام کې لری چې د هر افغان کور ته مخابراتی او انټرنېټی خدمات ورسوی. د یاد وزارت په وینا، دوی به د مخابراتی او انټرنېټی خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی او هیله لری ،چې ژر ټول افغانان له مخابراتی خدمتونو برخمن کړی. د یادونې وړ ده چې په تېرو شلو کلونو کې د هیواد په ډېرو سیمو کې انټرنېټ څه چې مخابراتی خدماتو هم وجود نه لاره.

ممکن است شما دوست داشته باشید