روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غنی د سولې په نړیواله ورځ: سبا هم سوله کوو خو د اوربند په شرط

ولسمشر محمد اشرف غنی پرون د سپټمبر په ۲۱مه د سولې نړیوالې ورځې سره سم ملت ته د سولې د راوستو ژمنه ورکړې او ویلی یې دى چې افغانان تر هر بل وخته سولې ته نږدې شوی دی. د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلی، افغانان اوس تر هر وخته سولې ته ډېر نږدی شوی او دا د خوښۍ ځاى دى چې، افغان سوله د سیمې او نړۍ لپاره په مهمه موضوع بدله شوې ده،ولسمشر غنی زیاته کړې: ((نن په داسې حال کې د سولې نړیواله ورځ نمانځو چې د افغانستان د ثبات، امنیت او ترقۍ د مخالفانو د بدمرغو نیتونو باوجود، هېواد تر بل هر وخته زیات سولې ته نږدې شوی دی. د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو نړیوالو او په تېره بیا د افغانستان مظلوم ملت ته چې تر بل هر چا ډېر د سولې مستحق دی، مبارکی وایم.)) ښاغلی غنی طالبان یو ځل بیا ننګولی چې د افغان جګړې د اوږدیدو یواځینى لامل همدوى دی او که دوى وغواړی، کابل همدا سبا د سولې خبرو ته اماده دى، خو باید چې اوربند وشی.په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو او امریکایی استازیو ترمنځ د سولې خبرې تر نهو پړاوونو ورسېدې، خو وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټوېټ پاى ته ورسېدې.ښاغلی ټرمپ په تازه خبرو کې ویلې چې د دې خبرو د رد یواځینى علت یې د طالبانو له لوری د اوربند نه کول و.

ممکن است شما دوست داشته باشید