روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

غلام غوث ناصری د ښارجوړونې سرپرست وزیر په توګه دنده پیل کړه

د افغانستان داسلامی امارت له لوری غلام غوث ناصری د ښارجوړونې دسرپرست وزیر او مالی او اداری معیین په توګه ټاکل شوی دی.د اسلامی امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګانی په ټوېټر پاڼه لیکلی، چې ښاغلی غلام غوث ناصری د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس د ښارجوړونې وزارت سرپرست او د همدې وزارت مالی او اداری معیین ټاکل شوی دی.سمنګانی په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی.د یادونې وړ ده، چې اسلامی امارت درې ورځې وړاندې شاه محمد شاهد هم د لوی څارنوال په توګه ټاکلی و.