روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عمران خان څرنګه او ولې واک ته ورسېد؟

هند او افغانستان په پاکستان کې د پوځی حکومت په پرتله د ملکی حکومت د پیاوړتیا پلوی دی او هر کله د داسې حکومتونو د جوړېدو تمه لری؛ خو د پاکستان په تاریخ کې د پوځ د ستراتېژیکو مسایلو واک او اختیار هېڅکله هم ملکی حکومت وانه خیستلى شو، کوم چې په ځانګړې توګه دغه هېواد یې د هند او افغانستان په اړه مفکوره لری.دا ځل په خټه پښتون عمران خان د ملکی حکومت واک ته رسېدلی، چې د افغانستان د توقع په تناسب به څومره اغېزناک تمام شی؟د پاکستان د ټاکنو کمېسیون تېره چهارشنبه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټاکنو کې بریالی او صدراعظم اعلان کړ؛ خو د خپل حکومت په جوړېدو کې، ځکه پاتې راغلى چې د ځانګړی حکومت د جوړېدو لپاره یې د پارلمان څوکۍ نه دی پوره کړی؛ اړ دى چې اېتلافی حکومت جوړ کړی.کوم چې د پاکستان د پوځ لپاره ډېر مهم او ګټور تمامېدای شی. په پاکستان کې د ځانته حکومت جوړولو لپاره ضروری ده چې د پارلمان ۱۳۶ چوکۍ تر لاسه کړی.عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ پر خپله وینا کې وویل، چې د پاکستان ثبات د افغانستان په سولې پورې تړلى او زیاته یې کړه ،چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سرحدی محدودیتونه له منځه یوسی.د افغانستان او جنوبی آسیا په چارو کې یو پخوانى امریکایی دیپلومات او لیکوال بارنټ روبین له امریکا غږ اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وایی، چې آصف علی زرداری هم واک ته د رسېدو پر وخت د عمران خان په څېر خبرې کړې وې، هغه ویلی و، چې هند پاکستان ته خطر نه پېښوی، خو ډېر ژر په ممبیی کې تروریستی برید وشو او هند دې ته اړ شو چې په خپلې پالیسۍ کې بدلون راولی. همدا راز نواز شریف هڅه وکړه چې له هند سره سوله او له افغانستان سره همکاری وکړی؛ خو تاسې ولیدل چې له هغه سره څه وشول، عمران خان هم د خپلو پخوانیو خبرو برعکس د هغو په څېر خبرې کوی. ښاغلی روبین وایی، فکر نه کوم. دا هغه وخت امکان لری چې د پوځ په ذهنیت کې بدلون راشی، ښایی عمران خان فکر کړى وی، چې دی به د کرېکټ د لوبډلمشر په توګه چې هر غړی ته امر وکړی او هغه به یې تر سره کوی؛ خو دا کار داسې نه کېږی.

په دې کې شک نه شته چې د عمران خان واک ته رسېدل هم د پوځ کار و، ځکه هغوی کوښښ کوی چې د هند پر وړاندې نور ځان بریالی کړی او د دې چارې لپاره په کار ده، چې نوى پاکستانی حکومت له افغان حکومت سره خپلې اړیکې ورغوی.

د افغان حکومت د غوره سیاست له امله په پاکستان د امریکا او نورو هېوادونو د مرستو بندېدل او په دغه هېواد د افغان سولې په اړه فشارونه، له افغانستان سره د دوی د تجارت په وروستۍ وضعه او دې ته ورته نور هغه چې د پاکستان وارداتی سیستم یې اغیزې کړی، هغه څه دی چې په سیاست کې د دوی د بایلودو د مخنیوی لپاره باید داسې یو حکومت جوړ شوى وای چې تش په نامه پښتون یې مشری وکړی.

عمران خان چې په خټه پښتون دی، واک ته په داسې حال کې رسېږی چې تر دې مخکې یې د پاکستان له پوځ سره ډېرې ښې اړیکې درلودلې. وړاندوینه هم همدا کېده چې عمران خان به واک ته رسېږی.

پوځ لومړى د مسلم لیګ مشر نواز شریف د یو لړ تورونو په لګولو سره له واک څخه لرې کړ او بیا یې په داسې حال کې دی او لور یې زندانیان کړل، چې په دغه هېواد کې د ټاکنو تر سره کېدو ته خورا لږه موده پاتې وه، دا د دې لپاره چې په پاکستان کې له شک پرته پنجابی نژاد زیات دى او له ټولو زیاتې څوکۍ هم په واک ته رسېدو کې د دوی دی، که پوځ عمران خان راوستل نه غوښتل، هېڅ کله به یې د اکثریت قوم له واک څخه د لرې کېدو پرېکړه نه کوله. دا هم د یادونې وړده، چې د یو اکثریت قوم د یو ځواکمن ګوند مشر زندانی کېږی، د دې حزب د بریا چانسونه وار په وار کمېږی؛ خو بیا هم په ټاکنو کې هېڅ ګډوډی نه رامنځته کېږی او اکثریت پنجابی پوځ یې نه یوازې دا چې مخنیوی نه کوی؛ بلکې د ټاکنو صندقونه او د راى پاڼو د انتقال مسوولیت هم په غاړه اخلی.

له افغانستان سره باید د پاکستان پوځ او ملکی حکومت هم نوى فصل پیل کړی؛ ځکه چې له یوې خوا د هند او پاکستان ترمنځ تقابلی چارې چې د پاکستان پوځ به په هېڅ مانا ورته تېر نه شی او له بلې خوا هغه مرستې چې د افغان جهاد او یا نورو هغو په بهانه له پاکستان سره کېدې، د هند او پاکستان ترمنځ د سرحدی سیمو په ځواکمنېدو به یې کارولې؛ خو د افغان حکومت او هند له خوا دغه هېواد د ترهګرو د روزونکی په توګه پېژندل او په هغوی د مرستو د لړۍ بندېدل او یا لږ تر لږه کمېدل هغه څه دی ،چې پاکستان اړ باسی، څو په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلی، هغه پیسې چې دغه هېواد یې په ترهګریزو فعالیتونو مصرفوی، رښتیا هم پاکستان په ګونډو کولای شی.

همدا اوس په پاکستان کې اقتصادی ستونزې سر را پورته کوی لکه د ډالرو په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ مخ په ځوړ روانه ده، پورونه یې ورځ په ورځ زیاتېږی په تېره د چین پورونه.

له بلې خوا په ننګرهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش ډلې رامنځته کېدل چې د ملاتړی شک یې پر پاکستان کېږی، د پاکستان د نږدې ملګرو هېوادونو لکه چین ، روسیې او ایران ته هم سرخوږى پیدا کړى او له دې سره به خپلې زیاتې مرستې چې چین په کې ونډه زیاته درلوده، پر دوى بندې شی.

له بلې خوا د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابوالی او پر دوی د ترهګرو د پټنځایونو د ورکړې د تور له امله دغه هېواد په نړیوال خړ لېست کې راغلى.د ډیورنډ مسئله چې افغانستان یې په ترلاسه کولو کې ډېره قربانی ورکړې ده، د پاکستان او افغانستان تر منځ د حالاتو د خرابوالی او نورو هغو ترمنځ له زغمه وتلې مسئله ګڼل کېږی، د دې موخو لپاره په کار و، چې پوځ د داډول حکومت په ژبه او لاوډسپیکر اعلان وکړی چې دوی له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې همکاری کوی او د دوی ثبات ورسره خوندی کېږی، پرته له پاسپورټه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ او راتګ هم د دې چارې یو بل اړخ دى چې افغانان ورته خوشبین دی.

دا چاره هم دوه خبرې له ځانه سره لری، یوه دا چې که افغان حکومت، مدنی ټولنې، فرهنګپال شخصیتونه او نور وکولای شی د کوزې او برې پښتونخوا تر منځ اړیکې په عادی ډول ډېرې کړی او د هغوی باور لاسته راوړی، ژر ده چې مېشت قومونه به د ډیورنډ د مسئلې د حل په موخه د لوی افغانستان غوښتنه وکړی؛ خو که خدای مه کړه دغه چاره له افغانستانه مدیریت نه شی او د پاکستان په واک کې پښتون د پوځ د ستراتېژیو له مخې کار وکړی، د ډیورنډ په اړه به نورې ستونزې هم را ولاړې شی.پاکستان اوس په دې پوه شوی ، چې افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره داسې یو پړاو ته رسېدلى چې تاریخی کارنامې یې په کې تر لاسه کړی دی، د دینی علماوو په کراتو داسې فتوا ګانې چې روانه جګړه په کې نا روا ګڼل شوې، بریالى اوربند چې ممکن په راتلونکی لوى اختر کې یې هم بېلګه ولیدل شی او تاریخ جوړ کړی.کوم شرطونه چې طالبانو وړاندې کړی وو، هم اوس په پوره کېدو دی، که د امریکایی عسکرو د وتلو نېټه نه ده څرګنده شوې، خو له دوی سره د مخامخ خبرو په لړ کې چې دیپلوماټانو یې یو له بل سره پیل کړی دی، مطرح شی.د پاکستان اصلی موخه ځکه له افغانستان سره د اړیکو ښه کول دی چې غواړی بېرته د ناټو، امریکا او نورو نړیوالو هېوادونو باور ورخپل کړی او له اوسنی منزوی حالت څخه ځان وژغوری.

همایون نایل

ممکن است شما دوست داشته باشید