روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

علی پور دې ژر د قانون منګولو ته وسپارل شی

د ولسی جرګې یو شمېر غړو ویلی، چې د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې فعال غیر مسوول وسله وال علی پور باید ونیول شی او ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارل شی.په ولسی جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاه پور حسن زی ویلی ،چې هېڅ دولتی چارواکی آن ولسمشر غنی لا د علی پور د بښلو حق نه لری، ځکه د ده پر وینا، علی پور د ملی امنیتی ځواکونو قاتل دی، خیانت یې کړی او باید اعدام شی.په ورته وخت کې د پکتیکا د خلکو استازی نادر خان کټوازی هم ویلی، چې علی پور یو قاتل او بدماش دی، حکومت ته په کار ده، چې ویې نیسی او د قانون په رڼا کې چلن دې ورسره وکړی.په ورته وخت کې د ولسی جرګې رییس وایی: علیپور په غیر قانونی کړنو بوخت دی ،د ولسی جرګې رییس میر رحمان رحمانی د یادې جرګې د پرونۍ غونډې په امتیازی ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې ولسمشر غنی د علیپور د غیر قانونی کړنو له امله د کورنیو چارو پخوانی وزیر مسعود اندرابی له دندې ګوښه کړی.د هغه په خبره علیپور د سرور دانش په ضمانت خوشی شوی،خو اوس په غیر قانونی کړنو بوخت دی.علیپور د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې ځایی خپلسری قوماندان دی ،چې په وروستیو کې یې د افغان ځواکونو چورلکه وېشتلې او د ګڼو افغان سرتېرو په وژلو تورن دی.افغان حکومت ویلی ،چې دغه غیر مسوول وسله وال به نیسی او د قانون منګولو ته به یې سپاری.

ممکن است شما دوست داشته باشید