روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

علامه سیدجمال الدین افغان دختیځې نړۍ ځلانده ستورى  او د افغانستان ستر ملی او تاریخی شخصیت دى

دسترعالم، نابغه، فیلسوف او نړیوال شخصیت علامه سیدجمال الدین افغان فرهنګی، علمی او ادبی چوپړونه او خدمتونه د یادولو وړ دی چې اوس ټول افغانان پرې زیات ویاړی او ددغه افغان ستر شخصیت خدمتونه په زیات درنښت سره یادوی. عربی پوه ( محمدباشاالمخزومی دخاطرات جمال الدین افغان  )) په نامه په خپل اثر کې دغه راز په بغداد کې عالم عبدالمحسن قصاب او همدارنګه  په ډیلی کې تاریخ پوه سیدمیارزالدین  رفعت قاضی محمدعبدالغفار، مصرى عالم مصطفى عبدالرزاق ،روسى عالم پلیخانوف، تاجکى عالم حق نظروف او هم د افغانستان لویولیکوالانو عبدالحى حبیبی، محمودعثمان صدقی، مولانا محمدامین ګیاڼی، سیدقاسم رښتیا ، ګل پاچاه الفت، خادم دکتور طبیبی، روهی، مولانا حبیب الرحمن  مهدى قریشی، دکتور سیعدافغانی او هم ایرانی لیکوال اوعلمی شخصیت ایرج افشار ایرانی لیکلی چې سیدجمال الدین افغان دکونړ ولایت اسعدآباد له صفدر ګړڅخه دى. دغه راز په خپله سیدجمال الدین افغان هم په خپله لیکلی چې (( من سکنه کابل من اهالى الافانی السید جمال الدین من سادات کنر)) میباشم. سیدجمال الدین افغان په هېواد او بهرکې یو شمېر فرهنګی، عرفانی، ادبی او علمی اثاراولیکنې کړې، چې په  بېلا بېلو هېوادونو کې چاپ او خپرې شوی دی. دسیدجمال الدین افغان له دغو لیکنو څخه دالعروه الونقی په نامه دسیدجمال الدین افغان دهغو علمی او ادبی اثارو څخه ګنل کېږی، چې دزیاتو لوستونکو او مینه والو پام یې ځانته رااړولى دى او لوستلو ته یې هڅوی. دالعروه الوثقى لاانفاصام لها په نامه دده لیکنی په ۱۹۱۰ م  کال کې دسرمحرر الشیخ محمدعبده په هڅه په پاریس او قاهره کې په نوموړې جریده کې چابېدلی چې دسیدجمال الدین افغان له خوا داروپا، آسیا او افریقا دویښولو لپاره خپرېږې  ددې جریدې ۱۸ ګڼې په پاریس کې خپرې شوې اوبیا دفرانسی له خوا نوموړې جریده بنده شوه، خو دیادې جریدې ټولې مقالې په ۱۹۳۳ م کال کې په بیروت کې دیوې مجموعې په توګه چاپ شوی دی. بیا دغه مجموعه  دمولانا عبیدالله صافی اوسمندر غوریانی له خوا په پښتو او درى ژبو په کابل کې هم چاپ شوې ده. دغه راز د ( تتمه البیان  فی التاریخ الاغان ) دسیدجمال الدین افغان بل علمی او ادبی اثر په عربی ژبه په ۱۳۱۸ هجری قمری (۱۹۰۱م ) کال کې په قاهره کې چاپ شو، بیا همدغه اثر په ۱۳۱۸ شمسی کال په پښتو او دری ژبو دمولانا محمدامین خوګیاڼی له خوا و ژباړل شو او وروسته چاپ ته ورکړل شو، چې وروسته بیا څو څوځلې نور هم چاپ شوى دى. دغه ډول دسیدجمال الدین افغان علمی او ادبی لیکنې په انګریزی اوعربی ژبو دضیالخافقین په نامه جریده کې هم په ۱۹۳۸ م کال په لندن کې خبرې شوی چې ټوله محتوا دانګریزانو دسیاست په اړه وه او هم هغه مهال دیادې جریدې په ۱ / ۲ / ۲ ګڼو کې دایران سیاست غندل شوى دى. دغه راز دده علمی او ادبی لیکنې په اردو  ژبه په کلکنتی او حیدرآباد کې هم په ۱۸۶۵ م اوپه ۱۸۸۳ م کال کې په اردواوفارسی ژبو خپرې شوی دی. همدا ډول په ترکی ژبه په ( ۱۸۷۰) م کال او په ۱۸۹۲ م کال په استانبول کې هم مقالې  خپرې شوی او په دې توګه یې په نړیواله اوسیمه ییزه کچه دسیدجمال الدین افغان ادبی، سیاسی، اجتماعی اوفرهنګی شخصت  څلولی دی ، دافغانستان دغه ستر علمی، فرهنګی ادبی شخصیت دګران هېواد،په خاصه توګه دلوى ننګرهار او کونړولایت، بلکې دټول افغانستان دخلکو لپاره ستر ویاړ ګڼل کېږی او تل به افغانان ددغه ستر او نابغه شخصیت علمی، فرهنګی او ادبی خدمتونه په ډیر ویاړ سره یادوی.

دافغانستان د مشهور دینی، روحانی ، علمی او ملی شخصیت په توګه علامه سىد جمال الدىن د سىد صفدر خان زوى او په خټه پښتون افغان دى، چې له نن څخه ۱۱۶ کاله پخوا ىې په جلا وطنۍ کې له دې نړۍ  څخه سترګې پټې کړی دی. علامه سىد جمال الدین افغان د ۱۲۵۴ هجری کال د لىندۍ (قوس) په مىاشت کې د افغانستان د کونړونو ولاىت په اسعد آباد کې په ىوه روحانی کورنۍ کې وزېږېد. د سىد جمال الدین پلار  امىر دوست محمد خان د دربار د مخورو او منلو کسانو له جملې څخه و. د سىدجمال الدین نسب د حضرت سىد على ترمذی څخه، چې په پىر بابا مشهور دى او بىا د حضرت على کرم الله وجهه د زوى حضرت حسىن (رض) ته رسېږی.

په کوچنوالى کې کله، چې په سىد جمال الدین کې د نبوغ علامې راښکاره شوې، پلار ىې هغه د دوى کلى ته نژدې د حضرتانو دىنی مدرسې ته، چې د کامې د (شىرکر) په سىمه کې واقع وه، ولېږه. څه موده هلته د دىنی علومو په زده کړه بوخت شو او ورپسې د خپل پلار په ملتىا پلازمىنې کابل ته راوړل شو. دلته سىدجمال الدین د وخت له مشهورو افغانی عالمانو څخه د اسلامی علومو په څنګ کې د طب منطق، فلسفې او نظامی مسائلو زده کړه هم وکړه.  سىدجمال الدین د علومو په برخه  کې تر دې حده ورسىده، چې ډېرو اړوندو استاذانو سىد ته له تدرىس ورکولو څخه عاجزو. سىد جمال الدین په زلمىتوب کې هندوستان ته ولاړ او دىنی او عصری علوم ىې نور هم تعقىب اوزده کړل. ورپسې  حجاز ته ولاړ او ىو کال په عربی نړى کې وګرځېد. په کال ۱۲۷۳ هجری کې مکې معظمې ته ولاړ او په حج دبىت الله شریفې مشرف شو او بىا بىرته خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان ته راغى. له دې سفرونو څخه نوموړی ته ىو فکر پىدا شو، چې څنګه وکولاى شی، چې خپل هېواد او نور اسلامی هېوادونه د انګرېزی استعمار پر ضد رابىدار کړی او د ژغورلو لارې چارې ىې کومې دی. هماغه وو، چې خپلې عملی هڅې ىې په دې لاره کې پىل کړې. دا وخت د امىر دوست محمد خان زوى امىر محمد اعظم خان د افغانستان پاچا او سىدجمال الدین د سلاکار دنده پر غاړه ورکړه. ورپسې کله، چې امىر شىر علی خان د دوهم ځل لپاره پاچا شو، سىد جمال الدین ىې له اعظم خان سره د وتړاو په تور د انګرېزانو په اشارې او لمسونې له هېواده وتلو ته اړ کړ. کله چې سیدجمال الدین، هېواد پرېښوده د خپل افغانستان د پرمختګ او سوکالی په اړه ىې ټول وړاندىزونه او پلانونه امىر شىر علی خان ته وروسپارل او له امىر سره ىې خداى په امانی وکړه. سىدجمال الدین لومړى هند ته ولاړ، هلته ىې (رد على الدهرىن ىا ناتورالىزم) په نامه څېړنیز اثر ولیکه چې  طبعىت ته د رجوع د مسئلې په اړه و، چې په هغه وخت کې خلک له خداى پرستۍ  څخه کفر ته تلل. سىدجمال الدین زىار وویست، چې د هند د مسلمانانو او هندوانو تر منځ نفاق ته دپاى ټکى ورکړی او د هندی متجدد سىد احمد خان سره ىې ىو ځاى د خرافاتو پر ضد تبلىغ کاوه. د بریتانوی هند حکومت  سىدجمال الدین کلکتې ته راوغوښت او په ۱۲۶۲ هجری کال کې ىې بریتانىې ته تبعىد کړ. نوموړی هم غوښتل، چې خپله مبارزه د استعمار په زړه لندن کې پر مخ بوزی. په لندن کې انګرېزی دولتی مقاماتو غوښتل سىدجمال الدین ته د سوډان د بادشاهۍ د مقام په ورسپارلو دى قانع او غلى کړی، خو نوموړی انګرېزانو ته د دې وړاندىز په ځواب کې ووىل: (( ستاسو دغه وړاندىز ماته دلالت ستاسو د پاګل توب په سىاسی چارو کى کوی. آىا سوډان ستاسو مال دى، چې بادشاهی ىې ماته راکوئ؟ سوډان د سوډانىانو حق دى. که تاسو سوله خوښوونکی ىاست نو تاسو ته لازمه ده، چې د آىرلنډ ستونزې ته ورودانګئ، چې له هره پلوه تاسو ته نژدې دى.)) انګرىزی دولت پرېکړه وکړه دا وار سىدجمال الدین هېواد ته وشړی. فرانسوىان، چې هغه هم د انګرېزانو سخت رقىبان وو، د سىدجمال الدین شخصىت ته متوجه شول او هغه ته ىې په فرانسه کې د هستوګنې او سىاسی فعالىت اجازه ورکړه.

نوموړی هلته خپلې مقالې د روس او انګرېز د استعماری سىاستونو په اړه لیکل نشرولې. د وخت د مصر او ترکىې پر حکومتونو ىې کلکې نىوکې کولې. په دغه وخت کې د سىدجمال الدین ىو بل همکار، چې محمد عبده نومېده، هم پارىس ته راغى. دوى دواړو په ۱۲۶۳ هجری کال کې د (عروه الوثقى) د ورځپاڼې لومړى ګڼه په عربی او فرانسوی ژبو نشر ته وسپارله، چې په ډېرو هېوادونو کې د سىاستوالو د پام وړ وګرځېده. دا نشرىه به فرانسه کې لاس په لاس د خلکو په منځ کې د لوستلو لپاره ګرځېدله.نوموړې ورځپاڼه د اتلسو ګڼو له نشر وروسته په کال ۱۸۸۳زیږدیز کې مصادره شوله. وروسته دا جرىده د سىدجمال الدین د شاګردانو په همت د ىوه کتاب په بڼه چاپ شوله. د سىدجمال الدین ارزښتناکو کارونو  څخه ىو هم د ده علمی مناظره د ىوه فرانسوی فىلسوف (ارنست رنان) سره د سورنون په پوهنتون کې د دىن او فلسفې په باره کې وه. سىد به وىل،(( دىنونه، چې په هر نوم وی ىو بل ته ورته دی. د فلسفې او دىن تر منځ هېڅ ډول پخلاىنه نشته، ځکه دىن انسان ته ورزده کوی، چې عقىده ولری، لىکن فلسفه انسان له دىن څخه راګرزوی.)) سىد په ۱۸۸۶زیږدیز کال کې بېرته لندن ته ولاړ او هلته ىې د اىران پاچا قاجار له رسمی استازو سره مرکې وکړې او وروسته له هغې یې اىران ته د ورتګ بلنه ورکړه. سىد په ۱۸۸۸زیردیزکال کې  تهران ته ورسېد. د سىد په لومړنىو مرکو کې، چې د اىران له پاچا سره ىې لرلې د اىران عالمان د هغه پر تفکر راټول کړل. په دې مرکو کې سىد په سپىنو خبرو د اىران دولتی مقامات په ځان ځانی تورن کړل او له ټولو اىرانی روڼ اندو او منورىنو څخه ىې وغوښتل، چې په ىوه عمومی نهضت کې د انګرېز د استعماری پروګرامونو پر ضد ملی پاڅون وکړی. همدا راز کوم وخت، چې سىد قاجار په حرم سراى کې ډېرې بې نکاح ښځې ولىدلې، حرم ىې مردود وباله. دغه ایرانی پاچا له سىد څخه د بیلتون لار خپله کړه او په ىوه پلمه ىې سىد آذرباىجان ته ولېږه. کله، چې د روس دولتی مقامات باکو ته  د سىد په راتګ خبر شول د هغه هر کلى ىې وکړ او له دې، چې د افغان پاچا محمد اعظم خان وزىر پاتې شوى و، هغه ته سىاسی پناه ورکړه.

سىدجمال الدین د روس له قىصر سره د نړىوال سىاست په باب اوږدې خبرې تر سره کړې او په ورځپاڼو کې ىې د انګرېز د استعماری سىاست، په اىران کې اداری فساد او د روس د استعماری کړنلارې، په افغانستان، اىران او هند کې تودو اوبو ته د رسېدو په باره کې یې مقالې او ىاداښتونه ولىکل او خپاره یې کړل. سىد د سان پتربورګ په ښار کې د (معنى او مىتافىزم بر لاسى پر ماترىالىزم باندې) په باره کې منطقی بحثونه تر سره کړل. روسی ژبه ىې ىوازې په ىوه اوونۍ کې په هغه کچه زده کړه، چې په بحثونو کى ىې نور ژباړونکی ته حاجت نه درلود…؟!. سىد جمال الدین د روس قىصر قانع کړ، چې هغه ۵۰ مىلىونه روس مىشته مسلمانانو ته قرآن کرىم او نور دىنی کتابونه چاپ کړی. سىد په پىتربورګ کې د مىشتو قرغزی، اىرانی او قفقازی ځوانانو پر روزنې پىل وکړ، لىکن د روس دولت ډېر ژر سىد له روسىې وشاړه. سىد د آلمان مونش ته ولاړ او په ۱۲۶۸ل کال کې  اطرىش ته مهاجر شو او په  ۱۲۷۰ل کال کى بېرته لندن ته ولاړ. په لندن کې ىې د ىوه مشهور هندی لىکوال ملکم خان سره په ګډه د (ضىا الخافقىن) په نامه په عربی ژبه د ىوې ورځپاڼې په خپرولو پىل وکړ،  خو د دې نشرىې مطالبو  د انګرېز ګټې په اىران کې په خطر کې اچولې. انګرېزانو دا ورځپاڼه د ۱۸۹۲ز کال د مارچ په مىاشت کې بنده  کړه ورپسى په ۱۸۹۲ز کال کې د عثمانی ترکىې پاچا سلطان عبدالحمىد، سىد ترکىې ته وروباله. استامبول ته په رسېدو ىو جګپوړی افسر، چې دده له  هرکلی کوونکو څخه و، له سىدجمال الدین نه وپوښتل: ستاسو اثاثىه ىا سامان او لوازم مو چېرته دی؟ سىدجمال الدین ورته ووىل: د کالىو او کتابونو له صندوق څخه پرته نور څه نه لرم. افسر خواهش وکړ د هغو ځاى ماته راوښاىاست! سىد خپل لاس خپل ټټر ته ونىو او وې وىل، دا زما د کتابونو صندوق دى او بىا ىې اشاره خپلو اغوستو جامو ته وکړله او وې وىل،  دا زما د کالىو صندوق دۍ…؟!. ترکی دولت سىد ته د ښوونې او روزنې په وزارت کې د استاذ منصب ورکړ. مصاحفىن ىې وایی: «سىد مُجرد و، عفىف النفسه و، لمونځ ګذاره و، او تل به په اوداسه ګرځېده، لږ خوب ىې کاوه، په ورځ کې ىې ىوازې ىو ځل خوراک کاوه، قوی او چټکه حافظه ىې درلوده او په استدلال به ىې خبرې کولې.» خو د نورو دولتی حسودو او بخىلو اراکىنو د منفی تبلىغ له کبله ىې ىو ډول نظر بند ژوند کولو. کوم وخت، چې د اىران پاچا ناصر الدىن شاه د سىد د ىوه زده کوونکی مىرزاى کرمانی په واسطه په قم کې ووژل شو، د سىد موقعىت په ترکىه کې نور هم ورپسې کړکېچن شو او ژوند ىې دىو بندی په شان تېرېده. هغه وو، چې د ۱۲۷۶ل /۱۸۹۷ز کلونو ترمنځ د کب مىاشتې په اتلسمه نېټه د ۵۰ کلونو په عُمر د سرطان د مرض له کبله یې ځان حق ته وسپاره، لىکن ىو شمېر خلکو عقىده لرله، چې سىد ته ىې زهر ورکړل او شهىد ىې کړ او د ترکیې داستانبول د مشاىخو په جرګه کې خاورو ته وسپارل شو.اروا یې دې تل یاده اوښاده وى او لوى الله دې پخپلو پیروانوکې وشمېری. افغان شاهی دولت د ۱۳۲۷ل کال د تلى میاشتې پر اتلسمه د سىد مړى له ترکیې څخه  خپل ګران وطن افغانستان ته را راووړ او په درنښت سره ىې د کابل په پوهنتون کې خاوروته وسپاره.  محمود خان طرزی په خپل کتاب کې لىکی: «علامه سىد جمال الدىن افغان د عرفان ىو  کان ىا معدن و، هغه اووه مىاشتى، چې ما له سىد سره تېرې کړې داوىاوو کلونو سىاحت ارزښت لری…» اوس همدغه  زمونږ ګران محمود خان وه، چې شهزاده امان الله خان ته ىې د سىد افکار تشرىح کړل او غازی امان الله خان یې دې ته وهڅاوه چې تىری کوونکی انګرىز ته بربنډه توره په لاس ډګر ته ورو وځی او مبارزه ورسره وکړی او د خپل هىواد سىاسی آزادی ورنه واخلی، نوځکه دا ویلاى شو چې د تارىخی افغانستان د استقلال متفکر علامه محمود خان طرزی او د استقلال ګټونکی اعلىحضرت غازی امىر امان الله خان دواړه د سىد شاګردان او په ۱۹۱۹ز کال کې د افغانستان آزادی دعلامه سیدجمال الدین افغان دتفکرې زېږنده او په واقعىت کې د ملی مبارز سىد جمال د دوو شاګردانو تبلیغاتی مبارو په پایله کې په لاس راغلى  ده.

دعلامه سیدجمال الدین افغان په اړه له یادو واقعیتونو څخه داثابتېږی چې هغه دافغانستان دډېرو زړه ورو، روڼ آندو، علمی، ملی ، سیاسی او ویاړلو شخصیتونو له ډلې څخه ګڼل کېږی او خپل ګران هېواد افغانستان او خلکوته یې سترویاړونه په برخه کړی او نه یوازې یې په افغانستان، بلکې دنړۍ په نورو هېوادونو کې هم دنړۍ دځښاګګرو، ښکیلاکګړو، نیواکګرو او استعمارګرو ګروځواکونو پرضد دخلکو دازدی غوښتنى ، اسلام پالنې او وطن پالنې لوړ احساسات پرزیاتو څپو او خوځښتو راوستل او په دې برخه کې یې دخلکو دویښولو او پوهولو لپاره رښتینې خدمتونه سرته ورسول چې خلک پرې تل ویاړی لکه چې دافغانستان مشهور شاعر ګل پاچاه الفت افغانستان ته له ترکیې څخه دعلامه سیدجمال الدین افغان دجنازې د راوړلو پرمهال دغه علامه ته په خطاب کې څه ښه ویلى دى:

بې حسابه څاڅکی توى په بحروبرشی

له لکونو کروړونو یو ګوهرشی

میندې راوړی ډیر زامن ډېر اولادونه

یو یادوه یې افلاطون او سکندر شی

ډېر پوهان ورته سرټیټ په شاګردۍ کړی

ډېر شاهان یې په تعظیم مخې ته ورشی

هسې نوم هسى نشان یې شی په برخه

چې لوى فخر دملت اوخپل ټبرشی

دختیځې نړۍ نابعه او دعمل او نظراسلامی فیلسوف علامه سید جمال الدین افغان په دې نړۍ کې داستعماری واکمنۍ په دوره کې زموږ ددغې ادعا ثبوت یوبل ژوندى مثال دى چې دنړۍ ښکېلاکګرو، زبېښا کګرو، نیواکګرو او استعمار ګرو ځواکونو دافغانستان دحماسه زېږوونکى او هستوونکی هېواد درښتینوخدمتګارانواو واقعی بچیانو دپښو غورځولو او بدنامولو لپاره له راز راز شومو توطیواو پاروونکو تبلیغاتی وسیلو څخه تل کار اخیستى دى او تل به یې یاد دکاغذ پرمخ باقى پاتی وی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید