روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عراق کې د الصدر غورځنګ ۷۵ وکیلانو استعفا کړې

 د عربی رسنیو د راپورونو له مخې، د عراق په پارلمان کې د شیعه ملا مقتدا صدر په مشرۍ د ((الصدر غورځنګ)) ۷۵ وکیلانو استعفا ورکړې ده.په لنډه ویډیو کې ،چې د الصدر په پلوی ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې، لیدل کېږی چې د صدر پارلمانی ټلوالې مشر ((حسن ازری)) د پارلمان رئیس ((حلبوسی)) ته د خپل ګوند د ۷۵ تنو وکیلانو استعفاوې وړاندې کوی او د ده له خوا هم منل کېږی.دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ شیعه سیاسی او مذهبی رهبر مقتدا الصدر پارلمان کې له خپلو پلویانو غوښتی وو، چې له خپلو دندو دې لاس په سر او استعفاوې دې وکړی.باید وویل شی چې په عراق کې د تېر کال د اکتوبر میاشتې په عمومی ټاکنو کې د الصدر په مشرۍ امریکا ضد سیاسی غورځنګ له ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې وې ،خو داسې ښکاری چې د امریکا او نورو غربی هېوادونو د لاسوهنو له امله د حکومت په جوړولو کې له ناکامۍ سره مخ شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید