د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اسلامی امارت د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد ورور او د نوی حکومت د ټولګټو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمری وایی: که نړۍ له طالبانو سره تعامل غواړی، نو په رسمیت دې وپېژنی.ښاغلی عمری دغه څرګندونې له بی بی سی سره په مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې اوس هغومره ستونزې نشته لکه نړیوال چې تبلیغ او اندېښنه ورته کوی. نوموړی پر نړیوالو نیوکه کړې، چې په افغانستان کې له ستونزو یادونه کوی او تبلیغ کوی، خو د حل لپاره یې تر اوسه پورې کوم کار نه دی کړی.ښاغلی عمری ټینګار کوی، نړۍ چې د اسلامی امارت په اړه کوم دریځ اوس نیولی دا د افغانستان په اړه بې مخینې دی او پایله به ونه لری.ښاغلی عمری د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تر اوسه دوی په رسمیت نه دی پېژندل شوی، ویلی، اسلامی امارت هغه څه چې لازم وو ټول تر سره کړی، خو نړیوال د رسمیت پېژندنې په برخه کې دوه ګونی چلند کوی.عمری ویلی : ((کله چې نړۍ زموږ دولت ته اړتیا لری او وایی، موږ له تاسو سره په تعامل کې یو، خو پر عکس کله چې د اسلامی امارت چارواکی غواړی له نړیوالې ټولنې سره خبرې وکړی، ځواب یې دا وی، چې موږ تر اوسه تاسو په رسمیت نه پېژنو، نو ځکه موږ هم غواړو، چې د رسمیت پېژندنې په شرط له نړیوالو سره تعامل ولرو.))