د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ملی مصالحې د عالی شورا مشر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا د هند او پاکستان ونډه مهمه وبلله.ښاغلی عبدالله نوی ډهلی ته د سفر پر مهال له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې دا څرګندونې کړی.هغه زیاته کړه: (( په دې اړه شک نه لرو چې هغوی د افغانستان په برخه کې ګډې ګټې لری، په افغانستان کې ثبات یا هم د ترهګرۍ شتون یا نه شتون ټول پر سیمه اغېزه لری.)) ښاغلی عبدالله هند ته په پنځه ورځنی سفر کې هڅه کړې چې د افغان سولې بهیر په برخه کې د هغه هېواد ملاتړ جلب کړی .هغه تر دې سفر د مخه د ورته هدف لپاره پاکستان ته هم دری ورځنی سفر درلود.د افغان چارواکیو په خبره، دواړو هېوادونو د افغان سولې بهیر په برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده.