روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عالیقدر امیرالمؤمنین: پر افغانستان د نړیوالو د فرمایشونو د منلو وخت تېر شوی

هیواد ورځپاڼه (جمعه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د اسلامی امارت زعیم امیرالمؤمنین “شیخ هبه الله اخندزاده حفظه الله” نن په کابل کې د علماوو په لویه غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې پر افغانستان د نړیوالو د فرمایشونو د منلو وخت تېر شوی دی.

نوموړی د خپلو خبرو پر دوام د اسلامی نړۍ په واکمنانو هم نیوکې کړې دی او په خبره یې د مسلمانو هېوادونو اوسنی واکداران یوازې د خپلو ګټو په لټه کې دی او د “اسلامی امت” هیلې ورڅخه هېرې شوې دی.

شیخ هبه الله ومنله، چې اسلامی امارت لا هم له یو ډول تقابل سره مخ دی، ځکه نور خپلې غوښتنې تحمیلول غواړی خو اسلامی امارت خپل اهداف څاری.

نوموړی خبرداری ورکړی، چې نړۍ دې د افغانستان په چارو کې د مداخلې هڅې نه کوی موږ مستقل یو او د هیچا فرمایشونه نه منو. د نوموړی د وینا په یوه برخه کې راغلی:‏ موږ داسی ملت یو چی شهادت مو ارمان دی، امریکایانو خو اوس په افغانستان کی د بمونو مور استعمال کړه چی اټوم بم هم استعمال کړی موږ د الله تعالی له لارې څخه نه اوړو او نه  د دوی کفری فرمایشات منلی شو.:

شیخ هبه الله دغه راز په خپلو خبرو کې وویل هېواد کې عمومی عفوه د دې ثبوت دی چې د هېڅ افغان وژل یې هدف نه دی. د ده په خبره که د حکومت په منځ کې امنیت نه وی په هغه کې به فساد، رشوت، غلا او نورې ناوړه کړنې موجودې وی چې دا ډول حکومت بیا د خلکو په کټه نه دی، دغه راز د حکومت په بدنه کې امنیت او د سولې او ثبات لپاره د فساد پرېښودل اړین دی.

شیخ هبه الله وویل په اسلامی نظام کې اصل دادی چې خپل خواهشات به پریږدئ او ځان به مکمل د شریعت تابع کوئ، که خدای مکړه خپل ځانونه پر شریعت برابر نه کړو؛ نو دا بیا درواغ او ناممکنه ده، چې نور خلک پر شریعت برابر کړو.

باید وویل شی چې پر افغانستان د اسلامی امارت له ولکې نیږدې لس میاشتې تیریږی؛ خو دا لومړی ځل دی چې د اسلامی امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبه الله حفظه الله کابل ته راځی او په دومره لویه غونډه کې ګډون او وینا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید