روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان یوه باغی ډله ده چې پر مسلمانانو تېری کوی

سرور دانش ویلی: طالبانو له امریکا سره د سولې تړون کړی او په افغانستان کې هره ورځ بریدونه کوی چې افغانانو ته په کې مرګ ژوبله اوړی، نو طالبان د شریعت له مخې یوه باغی ډله ده چې پر مسلمانانو تیری کوی.د ښاغلی دانش په خبره د افغانستان حکومت د قرآن او سنت پر اساس، خو طالبان له امریکا سره د شوې هوکړې په اساس د مذاکراتو د پرمخ بېولو غوښتونکی دی.د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې نن یې په کابل کې یوې خبری غونډې ته خبرې کولې دا څرګندونې کړی دی.د دانش پر وینا افغانستان تر بل هر وخت د سولې راتګ ته اړتیا لری او باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړای شی.هغه دغه راز  ویلی، چې افغانستان کې د جګړې دوام او د اوربند نه منل هم د قران د صریحو نصوصو خلاف عمل دی.هغه قضایی اداراتو ته په کتو څرګنده کړه چې د طالبانو له قضایی سیستم سره د پرتلې وړ نه دی او د حکومت یې پیاوړې وبللې.دانش په داسې مهال دا څرګندونې کوی چې قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د بین الافغانی خبرو له پیلېدو شاوخوا یوه میاشت تېره شوې، خو لا هم د مذاکراتو پر تګلاره توافق نه دی شوی.ولسمشر غنی هم څو ورځې وړاندې ویلی وو چې طالبانو ته یې د اساس په توګه د قران او سنت د ټاکلو وړاندیز کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید