روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان په خپله جګړه؛ خو بل ته نصحیت کوی

طالبانو تاجکستان او قرغزستان ته په نصحیت کولو پیل کړی او ویل یې چې دواړه هېوادونه باید خپلې رامنځ ته شوې ستونزې د خبرو له لارې حل کړی.  د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ دومره لویې ستونزې چې دا دواړه هېوادونه یې د جګړې ترپولې رسولی او د دواړو لورو ترمنځ د جګړې ګواښ هم موجود دی.طالبانو په یوه تازه بیان کې پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړی دوی په خپله اعلامیه کې وېیلی چې تر هرچا زیات د جګړې د زیانونو تجربه لری او هغه زیانونه چې د جګړې له امله رامنځ ته کېږی په مراتبو د تفاهم په صورت کې پرې ښه او دواړه اړخه به یې وګالی. طالبانو وویل چې د دواړو هېوادونو مشران دې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې او ارامی په نظر کې ونیسی او ستونزې ته دی د تفاهم له لارې معقوله او منطقی حللاره پیدا کړی.طالبان له دې دواړو هېوادونو دا منطقی غوښتنه پر داسې مهال کوی چې له تېرو شلو کلونو را په دې خوا سره له ټولو تعهداتو او ژمنو یې بیا هم جګړې ته دوام ورکړی چې تراوسه په کې لکونه بې ګناه عام افغانان وژل شوی او لاهم په دې وروستیو کې دا جګړې خونړۍ شوې او هره ورځ سلګونه افغانان د غم پر ټغر کېنوی. که څه هم طالبان اوس د سولې خبرې منی خو په اصل کې جګړې ته یې لومړیتوب ورکړی،ځکه له مۍ میاشتې را په دې خوا چې کله د امریکایی ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی، یو شمېر ولسوالۍ یې نیولې او لاهم د تاوتریخوالی په دوام یو شمېر سیمې تر لویو تهدیداتو لاندې دی.که څه هم د دوحې دخبرو د پیل څرک مالوم شوی او په نژدې راتلوونکی کې به پیل شی خو بیا هم تمې نشته چې د جګړې پر ډګر دې دا خبرې تاثیرات ولری ځکه په دې څو میاشتو کې چې دا خبرې ګرمې شوې د جګړې په کمېدلو او اوربند په رانژدې کېدلو کې یې هېڅ رول او تاثیرات نه دی لرلی تراوسه پورې هیڅ باور نشته چې د افغانستان راتلوونکی به څه ډول کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید